بان کي مون به نن په یوه ناببره سفر اسراییل او د فلسطینیانو سیمو ته ورشي

د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون به نن په یوه ناببره سفر اسراییل او د فلسطینیانو سیمو ته ورشي.

دا سفرپه داسې وخت کې ترسره کیږي چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ خونړۍ شخړې په وروستیو کې په زیاتیدو دي.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر راید مالکي وویل، بان کي مون به د فلسطین او اسراییل له مشرانو سره خبرې وکړي.

د ملګروملتونو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دا تایید کړه چې د بان کي مون دوه ورځنی سفر به نن پیل شي، خو دې چارواکي په دې اړه نور توضحیات ورنه کړل.

د ملګروملتونو سرمنشي تردې سفر مخکې په یوه ویډیو پیغام کې له دواړو لوریو وغوښتل چې ارامه شي او له شخړوې لاس واخلي.

د وروستیو شخړو په ترڅ کې تراوسه اته اسراییلیان او ترڅلویښتو ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.