د ملي دفاع وزارت د لوژیستیکي قراردادونو په اړه څیړونکي هیات خپل رپوټ بشپړکړ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوژیستیکي قراردادونو په اړه څیړونکي هیات خپل رپوټ بشپړ او پرون [دوشنبه] ولسمشر ته د کتنې لپاره وړاندې کړ.

د دې هیات د کارهدف د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د خریدارۍ له اصوولو او قوانینو د سرغړونو او اداري فساد څیړنه وه.د پلاوي مشرحمیدالله فاروقي ازادي راډيو ته وویل:

((په دې رپوټ کې د هغو وګړو په اړه قضاوت شوی چې له قانونه یې سرغړونه کړې او د اداري فساد زمینه یې برابره کړې چې شمېر یې ښايي له ۳۰ تر۴۰ پورې وي.))

ښاغلي فاروقي زیاته کړه چې رپوټ به د ولسمشر د سپارښتونو او نظرونو تر اوریدو وروسته، د مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې د دې رپوټ ستاینه کړې او د اداري فساد پرضد، د دولت د عملي مبارزې نښه یې بللی دی.