امریکا پر ایران د بندیزونو د لرې کولو لپاره چمتوالی نیسي

متحده ایالات او اروپايي ټولنه پر ایران د لګول شووسوداګریځو بندیزونو د لرې کولو لپاره چمتوال نیسي.

وروسته ترهغې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ اټمي موافقه تائید کړه، پرایران د بندیزونو د لرې کولو لپاره ۹۰ ورځې مهلت وټاکل شو.

د متحده ایالاتو،برتانې،روسيې، فرانسې او جرمني استازي نن په په ویانا کې غونډه کوي چې د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ د اټمي موافقې د تطبیق د څارلو لپاره یو کمیسون وټاکي.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړیږي چې امریکا او اروپايي ټولنه پر ایران د لګول شو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره چمتوالی نیسي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ د اټمي موافقې تر تائید وروسته پر تهران د لګول شوو بندیزونو د پورته کولو د پروسې لپاره نوي ورځي وخت ټاکل شوی دی.

خو فرانس پریس خبري اژانس وايي، بهرنۍ کمپنۍ به ترهغې پورې د ایران د تیلو له سکتور او بانکي سیسټم سره خپلې اړیکې جوړې نه کړي ترڅو پورې چې تهران د شوې اټمي موافقې ټول اړخونه عملي کړي نه وي.

د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې اداره به په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه خپل وروستۍ راپور وړاندې کړي.

ایران وايي، د دې هېواد له تیرو اټمي فعالیتونو څخه د اټمي انرژۍ د څارنې د ادارې د راپور جوړولو چارې به ښايي راتلونکې اونۍ پیل شي.

د یوه بل خبرله مخې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشرعلي اکبر صالحي ویلي دی د نتنز له اټمي بټۍ څخه د زرګونو سنتر فیوزونو د لرې کولو لپاره د ولسمشر حسن روحاني لارښونې منتظر دی.

د نتنز له اټومي بټۍ څخه د سنترفیوزونو لرې کول چې د یورانیمو د غني کولو لپاره استعمالیږي ،د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د اټومي موافقې یوه مهمه برخه وه.

فرانس پریس خبري اژانس وايې که چیرته د ایران او امریکا ترمنځ د تهران د اټومۍ پروګرام پر سر لانجه پایته ورسیږي ،نو هیله ده چې واشنګټن او تهران په نورو برخو کې د خپلو اړیکو د ټینګښت لپاره ګام واخلي.