حسیني: د عاشورا مراسم به د تېرو کلونو په څېر ولمانځل شي

د افغانستان د اهل تشیع علما وایي؛ هېڅ ډول ګواښ نه شي کولای چې د عاشورا د مراسمو مخنیوی وکړي.

لسګونو دغو عالمانو د شنبې په ورځ همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو او د عاشورا مراسمو د جوړونکو ترمنځ په لازمو همکاریو ټينګار وکړ.

د دغو مراسمو یوه جوړونکي سید عیسی حسیني په افغانستان کې د داعش حضور رواني تبلیغات وګڼل او ټينګار وکړ چې د عاشورا مراسم به د تېرو کلونو په څېر ترسره شي:

((هغه کسان چې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو دنده لري؛ قطعاً له هر ډول ستونزې سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري؛ په هیڅ وجه به د عاشورا مراسمو له ترسره کېدو لاس وانخیستل شي.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تردې وړاندې داعش یا اسلامي دولت ډلې خبرداری ورکړی چې د عاشورا په مراسمو به حملې وکړي.

عاشورا چې د محرم د میاشتې له لسمې سره برابره ده؛ هر کال په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.

دیني عالمان وایي، د "یوشپېتم قمري کال" په همدې ورځ د یزید ځواکونو د اسلام د پیغمبر (ص) لمسی امام حسین او د کورنۍ غړي یې شهیدان کړل او له دې وروسته هر کال دا ورځ لمانځل کیږي.

دا مراسم د هېواد د نورو ولایتونو په نسبت په مرکز کې له یوه کال څخه بل ته پراخیږي.

خو دینې عالمانله خلکو غواړي چې د خپلې وینې د بې ځایه تویولو پرځای دې د اړو کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره خپله وینه د وینې بانکونو ته ورکړي.

په عین حال کې امنیتي چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د دې ورځې لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په دې اړه وایي:

((د کابل امنیتي ټیم د عاشورا ورځې لپاره تدابیر نیول شوي او دا مراسم به په ښه توګه ترسره شي او دا د امنیتي اورګانونو دنده ده چې د مخالفانو پلانونه شنډ کړي.))

د عاشورا مراسمو لپاره تدابیر په داسې حال کې نیول کیږي چې نژدې درې کاله مخکې د دې مراسمو پر مهال د کابل ښار د ابواالفضل د جومات مخې ته په یوې انتحاري حمله کې څه باندې پنځوس تنه ووژل شول.

اوس مهال د کابل ښار اوسیدونکي ټينګار کوي چې د هېواد په اوسنیو امنیتي شرايطو کې په کار ده چې د دې ورځې په لمانځلو کې پوره دقت وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ