فیصل: د امریکا د پوځي ماموریت تمدید د افغانستان په ګټه دی

افغان حکومت په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د تمدید په تړاو د دغه هېوا د ولسمشربارک اوباما له پرېکړې هرکلی وکړ.

د افغانستان د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وايي چې دغه پرېکړه مرسته کوي چې افغان حکومت د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنې خوندي کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان له دې سره ـ سره چې له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې په برخه کې دغه پرېکړه ګټوره بولي خبردارۍ ورکوي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون به د دغه هېواد د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي.

د افغان حکومت چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو شتون د دې لامل ګرځېدلی چې د امریکا متحده ایالات د دوی په غوښتنه په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په اړه تجدید نطر وکړي.
په دې وروستیو کې بارک اوباما ویلي چې د امنیتي وضیعت په خاطر به د ۲۰۱۶ میلادي کال تر وروستیو پورې ۹۸۰۰ او بیا به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر وروستیو پورې ۵۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا دا پرېکړه د افغانستان د راتلونکې په ګټه ده:

((افغان حکومت د امریکا دې پرېکړې ته ښه راغلاست وايي، دا پرېکړه موږ سره مرسته کوي چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړو او د راتلونکو احتمالي ستونزو لپاره ښه تیاری ونیسو او افغان ځواکونه به وکولای شي چې کورنیو او بهرنیو ګواښونو ته ښه ځواب ووايي، ځکه لا هم موږ په افغانستان کې د افراطیت او کورنیو او بهرنیو ترهګرو د شتون شاهدان یو، له همدې امله دا پرېکړه وشوه او دا پرېکړه د هغو تعریف شویو هدفونو په رڼا کې ده چې هم یې امریکا او هم افغانستان لري.))

د امریکا ولسمشربارک اوباما د پنجشنبې په شپه په سپینه مانۍ کې ویلي چې افغانستان له هم له ګواښ سره مخ دی او افغان ځوکونو لازمه وړتیا نه ده ترلاسه کړې او د لوژستیک او وسایطو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
بارک اوباما دغه شان ویلي چې له دې سره ـ سره چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت بشپړ شوی دی خو له افغانانو سره به د امریکا ژمنه پایښتي وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې او په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدلو را په دېخوا د طالبانو او داعش ډلې حملو د افغانستان په ډېرو برخو کې زور اخیستی.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان له دې سره ـ سره چې له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې په برخه کې دغه پرېکړه ګټوره بولي خبردارۍ ورکوي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون به د دغه هېواد د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي. د چارو کارپوه او د سولې د مطالعاتو په مرکز کې څېړونکی عصمت الله عظیمي وايي:

((په هغه صورت کې چې دغه پرېکړه نه وه شوې د افغانستان د تېرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنې به ګواښ سره مخ شوې وې له یو خوا دا شه پرېکړه ده خو که بل خوا ولیدل شي دا پرېکړه د سولې په خبرو منفي اغیز کوي ځکه چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو اساسي شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي او بله دا چې په افغانستان کې د امریکې دوامداره حضور په سیمه کې د دغه هېواد په مخالفو هېوادونو هم منفي اغیز کوي او هغوی د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په ملاتړ سره خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوي.))

د راپورونو له مخې نن، سبا په کابل، بګرام، جلال اباد او کندهار کې شااوخوا لس زره امریکايي پوځیان میشت دي.
په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیراشټون کارتر هم ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان وتل د ماتې په مانا ده او امریکا دا کار نه کوي.
خو په ورته وخت کې د طالبانو یو ویاند په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه ډله به تر هغې خپلو جګړو ته ادامه ورکوي ترکومه چې بهرني پوځیان په افغانستان کې میشت وي.
د چارو کارپوهان وايي چې القاعده ډله، داعش او طالبان د سیمې او نړۍ لپاره یو سترګواښ دی نو دې حقیقت ته په کتو اړتیا ده چې امریکا د خپلې دغې پرېکړې ترڅنګ د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.