ايران د م.م د اټمي فعاليتونو له څارونکې ادارې سره خپل معلومات شريک کړي دي

د ملګروملتونو د اټمي فعاليتونو څارونکې اداره وايي: ايران پر وخت د خپلو پخوانيو اټمي فعالیتونو په اړه معلومات ورسره شريک کړي دي.

د اټمي انرژۍ نړېواله اداره وايي چې د جولای مياشتې د موافقه لیک پر بنسټ يې پلټنې پرمخ ځي.

دغه اداره وايي چې د نړېوالې اټمي انرژۍ ادارې ريس يوکيو امانو به د دې تحقيقاتو اخري ارزيابي د ډیسمبر مياشتې په پنځلسمه خپره کړي.

د ملګروملتونو د اټمي فعاليتونو د څار ادارې د ايران د اټمي تاسيساتو په اړه پلټنې پيل کړي ترڅو يقيني کړي چې په هغه ځای کې اټومي وسلې نه جوړيږي.

ايران پخوا بيا بيا ويلي چې اټمي پروګرام يې د انرژۍ د توليد لپاره کاریږي او د اټومي وسلو جوړولو هيڅ هوډ نه لري.