"بانکونه په خپلو چارو کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم فعالولای شي"

د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې ټول فعال دولتي او خصوصي بانکونه کولای شي چې سرله ننه، په خپلو بانکي چارو کې، د اسلامي بانکدارۍ سیستم فعال کړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال خان افضل هډوال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د بانکدارۍ د نوي قانون په اساس، خصوصي سکتوراو مشتریان کولای شي چې په خپله خوښه، د هېواد په بانکونو کې د اسلامي اصولو سره سم، حسابونه پیل کړي.

کارپوهان وايي، که بانکداري په اسلامي اصولو ولاړه او که مدرنه وي، باید هڅه په کې وشي چې د خلکو باور او رضایت جلب شي.

په داسې حال کې چې پخوا تر دې د افغانستان په بانکونو کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم فعال نه و، خو افغانستان بانک وايي، د بانکدارۍ د نوي قانون له مخې، په بانکونو کې، د اسلامي بانکدارۍ د سیستم پروژه بشپړه شوه.

دا بانک وايي، په هېواد کې ټول فعال دولتي او خصوصي بانکونه کولای شي چې د خصوصي سکتور او نورو مشتریانو د خوښې سره سم، په خپلو ادارو کې سر د چهارشنبې له ورځې دغه سیستم فعال کړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال خان افضل هډوال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې اړه یوه سروې ښيي چې د افغانستان څه باندې نوي فیصدو خلکو، په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم غوره بللی او افغانستان بانک چمتو دی چې د خلکو له خوښې سره سم، په په دې برخه کې فعالیتونه جاري کړي:

((موږ چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د سیستم فعالولو ته کارپیل کړی و، له نیکه مرغه پای ته ورسید، دا لومړی ځل دی چې هېواد کې د اسلامي بانکداري فعالیږي.

زه باورلرم چې دا سیستم به د خلکو له روحیې سره سم ډیر ژر پراختیا ومومي.))

د افغانستان بانک د چارواکو د معلوماتو له مخې، اسلامي بانکداري یو نوې بانکي سیستم دی چې نن سبا د نړۍ په ډیرو معتبرو بانکونو دود شوی او مشتریان ځیني خوښ دي.

د افغانستان بانک مرسیتال وویل، د اسلامي بانک د سیستم د پروژې اصول، مقررات او پالیسۍ چې شمېر یې، پنځه څلویشت اسنادو ته رسیږي، د یو ځانګړي شرعي بورډ له خوا منل شوي دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د اسلامي بانکدارۍ د سیستم د جوړیدو پروژه د حرکت د موسسې له خوا په اتلسو میاشتو کې بشپړه شوې ده.

د حرکت د موسسې د پروژو مدیرمحمد هارون وفا وویل، د دې پروژې په بشپړیدو کې له افغانستان سره د حرکت د موسسې له خوا، څه باندې یو میلیون ډالره مرسته شوې ده.

ده وویل، پانګوال او متشبیثین کولای شي چې د دې سیستم له خدماتو، ښې ګټې واخلي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، بانکداري که مدرنه وي او که اسلامي، پکار ده چې چارې یې شفافې اوسي او د خلکو باور جلب کړي. د دې کارپوهانو له ډلې سیف الدین سیحون ازادي رادیو ته وویل:

((اصولي بانکداری دې اجرا کړي، پورونه دې ورکړي، د خلکو حسابونه او امانتونه دې خوندي وساتي او د خلکو باور دې جلب کړي.

همدارنګه دې خلکو ته د اقتصاد په مختلفو برخو کې د فعالیت زمینې برابرې کړي.))

خلک د هېواد په بانکي نظام کې د اسلامي بانکدارۍ د نظام فعالیدل ستايي، خو تاکید کوي چې د ټولو فعالو دولتي او خصوصي بانکونو جاري دې د حکومت له خوا په دقت او جدیت سره وڅارل شي، څو په نورو بانکونو کې د کابل بانک پیښه تکرار نه شي.

د افغانستان خلک د هېواد پر بانکي نظام له هغې وروسته بې باوره شول چې کابل بانک د مالي بحران سره مخ او مشتریان یې له ستونزو سره مخ شول.

خو د افغانستان بانک چارواکي وايي، د افغانستان هربانک مکلف دی چې د بانکدارۍ نوي قانون اصول په کلکه مراعات کړي.

راپور: خان محمد سیند