هډوال: سر له ننه بانکونه په خپلو چارو کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم فعالولای شي

د افغانستان بانک چارواکي وایې چې په هېواد کې ټول فعال دولتي او خصوصي بانکونه کولای شي چې سر له ننه په خپلو بانکي چارو کې د اسلامي بانکدارۍ سیستم فعال کړي.

دا خبرې د افغانستان بانک لومړي مرستیال خان افضل هډوال نن خبریالانو ته وکړې.

نوموړي وویل چې د بانکدارۍ د نوي قانون په اساس، خصوصي سکټور او مشتریان کولای شي چې په خپله خوښه په هېواد کې په بانکونو کې دا سلامي اصولو سره سم خپل حسابونه پرانیزي.

له بلې خوا یو شمیر خلک هم د د افغانستان بانک له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وایې چې ډير خلک به حاضر شي چې په بانکونو کې حسابونه پرانیزي.