يوناما په امنيتي دلايلو خپل ٤ ولايتي دفترونه تړلي

په افغانستان کې د امنيتي خطرونو زياتوالى د دې سبب شوى، چې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د افغانستان په څلورو شمالي ولايتونو کې خپل دفترونه تخليه کړي.

له ٢٠٠١م کال راوروسته وسلوال طالبان د افغانستان زياتو برخو ته رسېدلي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې دغه معلومات يې د ملګرو ملتونو له ادارې او ځينو چارواکو د مرکو پر اساس برابر کړي دي.

په تېرو دوو اوونيو کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د خپلو ١٣ ولايتي دفترونو له جملې څلور دفترونه چې د افغانستان په شمال کې يې فعاليت درلود، تخليه کړي دي.

نيويارک ټايمز ليکي دغه اقدام د امنيتي دلايلو له مخې شوى دى.

د هغو معلوماتو له مخې چې په سپټمبر مياشت کې برابر شوي، د ملګرو ملتونو امنيتي چارواکو د افغانستان په نيمايي برخه کې امنيتي خطرونه جدي ګڼلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمال کې د تاوتريخوالي زياتېدو دغه اندېښنې نورې هم زياتې کړې دي.

دغه ارزونه چې په عامه خپره شوې نه ده او د ملګرو ملتونو له خوا له هغو هېوادونو سره شريکه شوې، چې په نړيوال ائتلاف کې غړيتوب لري.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو امريکايي قوماندان جنرال جان کمپبل تېره اوونۍ کانګرس ته د څرګندونو پر مهال هم د دغو امنيتي خطرونو يادونه وکړه، خو د افغان قواوو وړتيا يې وستايله.

جنرال کمپبل د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د سې شنبې په ورځ وويل: افغان امنيتي ځواکونو له ځانه زوړرتيا او مثبت پرمختګ ښوولى دى.

د ده په خبره افغان ځواکونه لا هم د کابل او شمال ترمنځ پر غزېدلې لار کنټرول لري، افغان دولت د ټولو ولايتونو او ولسواليو پر مرکزونو کنټرول لري.

نيويارک ټايمز ليکلي، په ګڼو ولسواليو کې چې ظاهراً د دولت په ولکه کې دي، لکه د هلمند موسى کلا او د ارزګان چارچينو ولسوالۍ، چې دولت يوازې د ولسواليو پر مرکز کنټرول لري خو د سخت دريځو وسلوالو تر سختو بريدونو لاندې دي.

د سيمې اوسېدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي چې ورځنى ژوند په دغو ولسواليو کې ډېر زيانمن شوى او خلک په ډاډه زړه خپل کار و بار نه شي ولاى.

د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلي چې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو له ډلې په ٢٧ ولايتونو کې د ځينو ولسواليو امنيتي خطرونه په لوړه کچه ښوول شوي دي.

اوس د وسلوالو طالبانو فعاليتونه د افغانستان هغو سيمو ته هم غزېدلي چې پخوا باامنه ولايتونه ګڼل کېدل. لکه شمالي ولايتونه.

ورځپاڼې ليکلي چې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت د افغانستان په شمال کې خپل څلور دفترونه د هغوى کورني او بهرني کارکوونکي له کورنيو سره يوځاى ايستلي دي.

بله خوا اکبر يا په افغانستان کې د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي د افغانستان په هره برخه کې چې د مرستندويو ادارو فعاليتونه زيانمنېږي، اصلي تاوان يې ولسي او زيان منونکو خلکو ته رسېږي.

په کابل کې د دې ادارې مرستيال نجيب تجلي دا خبره ازادۍ راډيو ته وکړه:

((پر مرستندويو کارکوونکو هر ډول تروريستي بريد، تاوتريخوالى يا هم ګواښ، يا هم د دوى فعاليتونه ته ګواښ پېښول، د مرستې رسونې چارې ټکنۍ کوي، يا يې هم په ټپه دروي. منفي اثرات يې خلکو ته متوجه وي، په ځانګړې توګه د ټولنې زيان منونکي قشر ته.))

د يوناما د څلورو تړل شويو دفترونو له جملې، يو دفتر په کندوز ولايت کې و، چې دوې اوونۍ مخکې وسلوالو کندوز ښار د نهو ورځو لپاره په خپله کې راوست.

يوناما د بغلان په مرکز پلخمري، د بدخشان په مرکز فيض اباد او د فارياب په مرکز ميمنه کې هم خپل دفترونه په امنيتي دلايلو تخليه کړي دي.

خو د يوناما يوه وياند دومينيک ميدلي د خپلو دغو څلورو دفترونو تړل کېدل په څرګنده تاييد نه کړل.