ایزدیار:په حکومت کې مقررۍ د اړیکو له مخې کیږي

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي چې په حکومت کې مقررۍ د وړتیا او لیاقت په اساس نه بلکې د اړیکو له مخې کیږي.

یو شمېر سناتورانو د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه اندېښنه ښکاره کړه او وې ویل ولسمشر او اجراييه ریاست غواړي چې خپل پلویان په دندو وګماري.

په ورته وخت کې د وحکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند دا خبره ردوي او وايي چې تر اوسه په حکومت کې ګمارنۍ د پوهې او مسلک له مخې شوې.

که څه هم د ملي وحدت حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې په حکومت کې به ګمارنې د وړتیا، مسلک او کاري تجربې له مخې کیږي، خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي چې حکومت یادو معیارونو ته پام نه دی کړی.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزد یارچې د یکشنبې په ورځ یې د جرګې د غونډې مشري کوله وویل چې په حکومتي ادارو کې ټاکنې د قوم، سمت او ډلې له مخې کیږي:

((له بده مرغه په مقرریو کې سیلقوي، سیاسي، سمتي، قومي او ګروپي چلند کیږي، له متاسفانه دا شتونزه شته، موږ هیله لرو چې حکومت په دې برخه کې پام وکړي، د چا ترفشار او تاثیر لاندې رانه شي، وزیران په ټاکنو کې خلاص لاس عمل وکړي.))

ښاغلي ایزدیار د بیلګې په توګه د تخار د پوهنې د ریاست موضوع یاده کړه چې دوه نیمې میاشتې مخکې ورته یوکس وټاکل شو، خو تر اوسه یې د مقررۍ امر نه دی راغلی.

د ده له خبرو داسې ښکاري چې دا پوست هم ممکن د چارواکو خپل خپلوانو ته ورکول شي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم په حکومت کې د سمت او ډلې په اساس د مقرریو خبره کوي او وايي چې ولسمشر او اجراییه ریس هڅه کوي چې خپل پلویان په مهمو څوکیو وګماري.د دې جرګې غړي لطف الله بابا وايي:

((هره مقرري چې کیږي که والي یا هم امنیه قوماندان او یا هم د امنیت رییس مقرریږي، هغه څوک ټاکل کیږي چې یا د اشرف غني او یا هم د عبدالله عبدالله سره د کمپاین پرمهال ملګري و، دا دوه مکتوبونه چې زما په لاس کې دي، مطبوعات دې هم وګوري، یو یې په ۱۵ تاریخ ټاکي اوپه شپاړلس ورپسې بل لیږي.))

هغه زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنیت امر یو کس ټاکل شوی و، خو په سبا یې بېرته له دندې لرې شو.

دا په داسې حال کې ده چې ملي وحدت مشرانو ویلي و چې په مقرریو کې به وړتیا لیاقت او مسلک په پام کې نیسي.

که څه هم جمهوري ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په حکومت کې ګمارنۍ د پوهې او مسلک له مخې شوي:

((د ملي وحدت حکومت لپاره د مقرریو معیار د کار له پیل تر اوسه، د خلکو وړتیاوې، د هغوی کاري تجربه او کاري ساحه وه، ټولې مقررۍ په همې معیار شوې دي، د همدې معیار له مخې نورې مقررۍ هم کیږي.))

که څه هم د ملي وحدت حکومت څو ورځې وړاندې یوکلن شو، خو لا هم د دې حکومت کابینه نه ده بشپړه شوې.

د چاروکارپوهان په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په کتو وايي چې د دې ټولو پېښو علت په حکومتي ادارو کې د ناپوه او غیرې مسلکي کسانو په دندو ګمارل دي.

دوی سپارښتنه کوي چې حکومت باید هغه کسان په دندو وګماري چې وړتیا او ښه تجربه ولري.

راپور: رحمت الله افغان