په بغلان کې د کندز د جګړې ټپیانو ته د ویني ورکولو کمپاین پیل شوی

په بغلان ولایت کې د کندز د جګړې ټپیانو ته د ویني ورکولو کمپاین پیل شوی دی.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د ویني ورکولو د کمپاین مسوول داکټر حبیب فورمولي آزادي راډيو ته وویل؛ تر دا مهاله د بغلان ډېرو اوسېدونکو د کندز د جګړې ټپيانو ته د وینې ورکولو په کمپاین کې ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راپه دې خوا په کندوز ولایت کې د افغان سرتېرو او سله والو طالبانو ترمنځ جګړو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.