د روسیې جنګي الوتکې د ترکیې پر هوایي قلمرو تیری کړی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات وایي، د روسیې جنګي الوتکې د ترکیې پرهوایي قلمرو تیری کړی دی.

دغه وزارت وویل چې په ترکیه کې د روسیې سفیر اندرې کارلوف یې احضار کړی او هغه ته یې د دغې سرغړونې په اړه خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

ترکیه وایي، روسي الوتکه د شنبې په ورځ د سوریې پولې ته نژدې د ترکیې هوایي قلمروته ننوتې وه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات په یوه بیان کې وویل چې د ترکیې اف ۱۶ جت الوتکو د روسیې دغه الوتکه په زور د ترکیې له هوایي قلمروه لیرې کړه.

په بیان کی ویل شوي چې کارلوف ته وویل شول چې که روسي الوتکې په راتلونکې کې د ترکیې پر هوایي قلمرو تیری وکړي؛ مسکو به یې د هرې پیښې مسوولیت ولري.

ترکي چارواکو وویل، ورته پیغام د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فریدون سینیرلي اوغلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف ته استولی دی.

ترکیې په سوریه کې د روسیې پرهوایي حملو چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په وړاندې د جنګیدونکوډلو یوشمیرځایونه یې په نښه کړي، په ډاګه انتقاد کړی دی.