نی: حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ټولې مادې عملي کړي

نی یا په افغانستان کې له ازادو رسینو څخه د ملاتړ اداره وایي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون باید عملي بڼه پیدا کړي.

د دې ادارې رییس مجیب خلوتګر نن د پوهې د نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وویل چې حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ټولې مادې عملي کړي.

نن د پوهې نړېواله ورځ ده او په افغانستان کې دا ورځ د لومړي ځل لپاره نمانځل کیږي.

د یادونې وړ ده چې اطلاعاتو ته دلاس رسي قانون چې په دې وروستیو کې د ولسمشر له خوا توشیح شو؛ خو انتقادونه دا دي چې تراوسه په سمه توګه نه عملي کیږي.