"ترهګر د پناه غوښتونکو په څېره کې، له ځانګړې انګېزې سره ځان اروپا ته رسوي"

په افغانستان کې د اروپايي هېوادنو ډیپلوماتیکې سرچینې اروپا ته د تروریستي ډولو له خوا د ترهګرو پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه اندېښنه ښايي.

په همدې حال کې افغان قومي مشران او هغه ځوانان چې نه دي توانېدلي اروپا ته ځان ورسوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي، هم اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې د یادو څېرو حضور تاییدوي.

د انسان قاچاق چیان هم اروپا ته د تلونکو مهاجرو په ډله کې لس سلنه کسان ترهګر بولي.

اروپا ته د تلونکو تازه پناه غوښتونکو په ډله کې افغان ځوانان هم شامل دي او حضور یې نسبت بل هر وخت ته پراخ ښکاري.

داسې اندېښنې موجودې دي، چې اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په لیکو کې تروریستي او تندلارو ډلو ته مربوط کسان هم شامل دي.

د افغانستان په شمال زون کې قومي مشران له دې امله شکایت کوي، چې ځوانانو ته د دولت له لوري د کاري فرصت نه مساعېدول او همدارنګه دوی ته د لوړو زده کړو د زمینې نشتوالي امله دوی مجبور شوي چې له ګواښه ډګ بهرني سفرونو ته مخ کړي.

د چمتال ولسوالۍ یو قومي مشر کریم وايي؛ هغه ځوانان چې پخوا یې د دولت مخالفو وسله والو په لیکو کې فعالیت کاوه، اوس مهال یې ډېری شمېر اروپايي هېوادونو ته تللي دي او پاتې نور یې لا هم د مخالفینو سره یو ځای د افغان دولت په وړاندې جنګیږي.

دی وايي؛ چې ډېری ځوانان د کار او تحصیل د زمینې نشتوالي له امله د مرفع ژوند په هیله خپل هېواد د اروپا په مقصد پرېږدي او ګن شمېر نور یې د خاصې تروریستي انګېزه سره ځان اروپا ته رسوي:

"ّهغه ځوانانو چې د دولت مخالفو وسلوالو په لیکو کې یې فعالیت کاوه، اوس مهال له یوې خاصې انګیزې سره اروپا ته تللي دي، دوی دلته هم د یوې انګېزې په درلودلو سره جنګېدل او هلته هم له یوې خاصې انګیزه سره تللي."

په شمال زون کې د المان هېواد سر قونسل ډاکتر اولي دیل "Ole Diehl" هم اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په مینځ کې ترهګرو ډلو ته د تړلو کسانو د موجودیت په اړه اندېښنه ښايي.

ښاغلی دیل، هیله مند دی ترڅو دا کسان د اروپایي هېوادونو د امنیتي ادارو له خوا وپېژندل شي چې اروپا او خاصتآ المان ته یې له ورتګ څخه مخنیوی وشي.

دا جرمن دیپلومات وايي: مونږ حاضر یو هغه پناه غوښتونکي چې د سیاسي عواملو له امله جرمني ته راغلي وي ومنو، خو هڅه کو هغه کسان چې ندي پېژندل شوي او احتمالآ له تروریستي ډلو سره ټراو لري مخ یې ونیول شي:

"زه اندېښمن یم او پدې هم پوهیږم که دا زمونږ امنیت ومني دا لوی خطر دی، هغه کسان چې اروپا ته راځي، که مینځ کې یې مخالفین او تروریستان ووسي، زه فکر کوم چې د آلمان خلک د مهاجرینو راتګ مني، خو باید هڅه وکړو چې په شمېر کې یې ټیټ والی رامنځته شي.

بنآ دا مسله زمونږ امنیتي ارګانونو پورې اړه لري، چې دا ثابته کړي څوک د سیاسي فشار له امله راغلي او څوک تروریستانو پورې تړاو لري او د امتیاز په هڅه کې دي. "

وحید هغه ځوان دی چې ۸ میاشتې د مخه یې هېواد د اروپا په مقصد پرېښود، هغه د قاچاقي سفر په ترځ کې د ګاللو سختیو څخه خبرې کوي، دی هم اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې د دولت مخالفو وسلوالو ته د مربوطه کسانو شتون تاییدوي:

"بلي د هغه کسانو په مینځ کې چې غواړي ترکې او له هغه ځای څخه اروپا ته ولاړ شي، مخالفین هم شتون لري، ګن شمېر یې ځوانان دي او افغان ځوانان د بیکارۍ له امله بیرون ته مخه کوي. "

هغه وايي، چې د څلورو ورځو په ترځ کې له نیمروز ولایت څخه د ایران زایدان سیمې ته رسېدلی او قاچاق چیانو په یوه تویتا موټر کې چې د ۱۰ تنو ظرفیت لري، له ۳۰ تر ۳۵ کسان سپروي.

وحید په نا هیلۍ سره وویل، چې قاچاقبر در لارو په ترځ کې پر ماشومانو او ښځو جنسي تېری کوي، دوی د خپلې کورنۍ له نورو غړو بېلوي او په بله لار یې انتقالوي.

دی وايي، د لارو په اږدو کې یې د هغه کسانو جسدونه لیدلي دي، چې موده وړاندې یې هېواد اروپا ته د رسیدو په مقصد پرېښی وه.

افغان شنونکي په دې اند دي، چې اروپا ته د تندلارو ګروپونو او ترهګیزو ډلو د کسانو لاره موندل د اروپايي هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ واردوي او همدا کسان به بنیادګرايۍ ته په اروپا کې وده ورکړي.

سخیداد مهدیار یي په اړه وايي:

"قطعآ اروپا ته د تندلارو او ترهګریزو ډلو لاره موندل، اروپا ته لویه امنیتي صدمه رسوي، شاید په لنډ مهاله توګه نه بلکې په اوږد مهال کې کولی شي او له بل لوري د تندلارۍ ایدولوژي ته وده ورکوي. "

خو د انسان قاچاق چیان وايي، چې اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې ممکن لس سلنه یې تروریستان وي او یا هم تندلارو ګروپونو پورې تړاو ولري.

علي د هغه کس مستعار نوم دی چې په غیر قانوني توګه خلک له ترکیې څخه یونان او صربستان ته لېږدوي، هغه یې په اړه وویل:

"لدي چي خلک مجبور دي د دې په هڅه کې دي، چې اروپا ته ولاړ شي او په مینځ کې یې مخالفین هم حضور لري، په ټوله کې احتمالآ له ۱۰۰ فیصده یې لس سلنه تندلاري او یا هم تروریستي ډلو ته مربوط کسان دي."

دا باور شتون لري، که په حقیقت سره اروپا ته په تلونکو پناه غوښتوکو کې لس سلنه تروریستان شامل وي، بنآ نسبت افغانستان ته به په اروپا کې مهاجرینو ته سخته راتلونکې انتظار باسي.

مجیب الرحمن حبیب زی