ولسي جرګه:له افغانستانه د بهرني سرتیرو په ایستلوکې دې بیړه نه کیږي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې بهرني هېوادونه په ځانګړي توګه متحده ایالات باید له افغانستانه د سرتیرو په ایستلو کې بیړه ونه کړي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیزاحمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که امریکايي ځواکونه له وخته مخکې له افغانستانه ووځي، د هېواد په امنیتي حالات به ناوړه اغیز وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیوچارو وزارت وايي چې له امریکايي چارواکو سره په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېرپه اړه خبرې روانې دي.

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو وروستیو حملو او د داعش فعال حضور یو شمېر افغانان اندېښمن کړي او له امریکا غواړي چې ترهغه چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی نه وي خپل سرتیري ونه باسي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له متحده ایالاتو غواړي چې له افغانستان سره په کړیو ژمنوعمل وکړي او د افغانستان او سیمې حالاتوته په کتو په افغانستان کې سرتیري پریږدي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو ژر ایستل به په هېواد کې د نوییمې لسیزې تجربه تکرار کړي:

((د امریکا لپاره به ښه خبرده دا وي، هغه تجربه چې د مجاهدینو په وخت کې تکرار کړې وه، هغه بیا تکرارنه کړي چې زیان یې امریکا ته هم ورسېده، ترهغې امریکا باید له افغانانو سره همکار اووسي ترڅو چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي.))

په دې وروستیوکې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل ویلي په دې غوري کوي چې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې لس زره، اته زره او یا سلګونه سرتیري پریږدي.

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باوردي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان وضعیت د باور وړنه دی.

د امنیتي او سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي چې امریکا د امنیتي او دفاعي سند له مخې مکلفه ده چې د افغان سرتیرو د روزنې او تجهیزلپاره د پام وړ سرتیري په افغانستان کې پریږدي:

((تر هغه وخت چې په افغانستان کې ګواښونه موجود وي، مداخلې روانې وي، تروریستي ګروپونه فعال وي، د توافقنامې او هم د مخکینو ژمنو په اساس په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونه مسوولیت دا دي چې افغان ځواکونه وروزي تجهیز یې کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې په تېرمارچ میاشت کې د امریکا ولسمشربارک اوباما د افغان ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې به ۹۰۰۰ سرتیري پریږدي او دغه شمېربه په تدریجي ډول ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیوچاروزارت وايي چې افغان حکومت له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتیرو په اړه خبرې پيل کړې.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي هیله څرګنده کړه چې متحدین له افغان ځواکونو سره په کړیو ژمنو عمل وکړي:

((افغان حکومت له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه خبرې پيل کړې، له شک پرته موږ تل د هغوی ملاتړ ته اړتیا لرو، افغانستان له ګواښونه سره مخ دی، دا نه یواځې د افغانانو لپاره بلکې د نړېوالو لپاره هم یو ګواښ دی، د افغان ځواکونو لپاره د دوی حضور، امکانات، ملاتړ او تجهیز یوه ضروري خبره او اساسي مساله ده، هیله من یو چې د دوی ملاتړله موږ سره تل وي.))

اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۱۳۰۰۰ امریکايي او ناټو سرتیري د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

وروسته له هغې چې امریکا په ۲۰۱۱ کال کې ټول ځواکونه له عراق وویستل، داعش وتوانېد چې په دې هېواد کې پراخې سیمې لاندې کړي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي امریکا باید د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره خپل سرتیري د افغانانو، سیمې او خپل امنیت د ساتلو لپاره په افغانستان کې پریږدي.

راپور: رحمت الله افغان