روسیه له خپلو هغو عسکرو چې د سوریې په ماموریت کې یې له ګډونه ډډه کړې، تحقیقات کوي

وروسته له هغې چې د مسکو له خوا د سوریې د ولسمشربشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره دمشق ته د نویو پوځي وسایلو د ورکولو راپورونه خپاره شول؛ د یوې ډلې روسي سرتیرو مدافع وکیل وایي چې موکیلینوته یې چارواکو اوس په دې خاطر دوسیه اچولې چې ولې یې سوریې ته په یوه پټ ماموریت کې له ګډونه ډډه کړې ده.

د هغوروسي سرتیرو چې سوریې ته یې په پټ ماموریت کې له ګډونه ډډه کړې؛ مدافع وکیل وایي چې موکیلینو ته یې چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي په خیانت تورن شي.

مدافع وکیل ایوان پاولوف د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې افسرانو د ده له موکیلینو چې د "نووا روسیسک" په ښارکې د روسې له پوځ سره د رضا کاره سرتېرو په توګه خدمت کوي؛ تحقیقات پیل کړي او خبرداری یې ورکړی چې دوی به د لوی خیانت په ګډون پرمختلفو مواردو تورن شي.

پاولوف زیاته کړه، د روسیې فدارلي امنیتي اداره وروسته له هغې په دې قضیه کې ښکیله شوه چې پوځي څارنوالانو د دغو سرتیرو دعوا ردکړه. دوی ویلي وو چې په دغسې ماموریت کې ګډون به د دوی له حقوقونو څخه سرغړونه وي.

هغه وویل، وروسته له هغې چې رسنیو تیره اونۍ دغه لانجه افشا کړه؛ چارواکو هڅې پیل کړی چې دغه سرتیري بېرته خپلو اصلي جزوتامونو ته ستانه کړي.

مدافع وکیل پاولوف د امنیتي دلایلو له امله نه د دغو سرتیرو هویت په ډاګه کړ او نه یې هم د هغو شمېر خو دومره یې وویل چې په پټه د سوریې جګړې ته د هغوی استول له موجوده قوانیونو اوقراردادونو سره په تضاد کې دي.

هغه زیاته کړه دغو سرتیرو ته په وروستۍ شیبه کې ویل شوي چې سوریې ته یې استوي او په دې اړه په لیکلې بڼه کوم رسمي امر نه و صادر شوی.

د روسیې د پوځ په تشکیل کې دواړه اجباري او رضاکاره سرتیري خدمت کوي.

پاولوف وویل، که په دې اړه رسمي سند نه وي چې سرتیرو له روسیې دباندې په ماموریت کې ګډون کړی؛ نو له امتیازاتو څخه نه برخمن کیږي.

او که دوی هیڅکله بېرته هېواد ته راستانه نه شي خپل خپلوان به یې نه یواځې دا چې هیڅکله تاوان ترلاسه کړي بلکه په دې اړه چې خپل عزیز یې د پوځي دندې د ترسره کولو په جریان کې مړشوی، هیڅ ثبوت هم ترلاسه نه کړي.

د روسیې ولسمشرولادمیر پوټین په تیره می میاشت کې یوفرمان صادر کړ چې د سولې په وختونو کې په یوه خاص ماموریت کې د روسي سرتیرو مړینه دولتي اسرار ګڼل کیږي.

پوټین دغه فرمان په داسې وخت کې صادروي چې د راپورونو له مخې هغه روسي سرتیري چې ویل کیږي د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې جګړه کې وژل شوي؛ په پټه خاورو ته سپارل شوي.

مسکو د اوکراین په کړکیچ کې هرډول مداخله ردکړې خوپردې یې اعتراف کړی چې ښایي د روسیې اتباعو په انفرادي او په خپله خوښه په دغه جګړه کې برخه اخیستې وي.

روسیه چې د سوریې د ولسمشربشارالاسد یوه نژدې متحده ده په دې وروستیو کې دمشق ته د پرمختللو جنګي الوتکو په ګډون پوځي وسایل او تجهیزات ورکړې چې امريکا پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو روسيه وايي په سوريه کې يې د پوځي تجهيزاتو او پوځيانو د ځاى پر ځاى کولو هدف د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې مبارزه ده.