اشرف غني: د کورونو د قبالو په شرعي کولو سره به د پانګونې کچه ۴برابره شي

وايي چې کور یواځې څلور دیواله نه بلکه د ژوند پلازمینه ده؛ نو که دا پلازمینه شرعي قواله ولري څه اقتصادي ګټې به ولري؟

ولسمشر اشرف غني وايي چې د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې د هېواد په ښارونو کې یو میلیون کورونه تثبیت شوي دي؛ خو له بده مرغه چې ډېری دغه کورونه عرفي قبالې لري.
ښاغلي غني وویل چې د دغو کورونو په شرعي کولو سره به په هېواد کې د پانګونې کچه څلور برابره شي.

((اول کار چې شوی دا دی چې هر کور د افغانستان په ټولو ښارونو کې د قمر مصنوعي له لارې نه دی تثبیت شوی؛ په دې اساس باندې موږ پوهېږو چې یو میلیون کورونه دي؛ دا له هوا نه وشول په ځمکې کې څه وشول؟ په ځمکې کې دا ونیول شول چې څو کورونه قانوني دي؛ څو کورونه عرفي قبالي لري او څو کورونه شرعي؛ له بده مرغه اکثریت کورونه عرفي دي.))

ښاغلي غني په هغه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ښارونو د وضیعت د څرنګوالي د راپور ورکولو په مناسبت جوړه شوې وه؛ وویل چې، په دغه څېړنه کې په ډاګه شوي چې په تېرو څو لسیزو کې هېواد د پالیسۍ د نه موجودیت له ستونزې سره مخ و.

د ښاغلي غني په وینا، په دغه راپور کې دغه شان راغلي چې په ښارونو کې ډېری خلک به ځانګړي ډول ښځې او ځوانان د بې وزلۍ له ستونزې سره مخ دي.

ولسمشر غني وویل، حکومت پرېکړه کړې چې ډېری وزارتونه دارالامان ته ولېږدوي او دغه شان هره میاشت په ښارونو کې شپاړس زره کورونه تثبیت شي.

د افغانستان د ښارونو د وضیعت د څرنګوالي راپور د افغانستان د ښار جوړونې وزارت په مشرۍ او د سیمیه ییزو ارګاونونو د خپلواکې ادارې؛ ښاروالیوو او د "یو. ان. هبي تات" دفتر په همکارۍ جوړ شوی چې مالي مرستندوی یې د اسټرالیا هېواد دی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري په دغه غونډه کې وویل چې د ښارونو د وضیعت لپاره دقیقه احصایه نه ده موجوده او هغه احصایې چې له پخوا نه موجودې دي؛ د هېواد اوسنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

خو ښاغلي نادري وویل چې دغه راپور د ښارونو په اړه کلیدي او ګټور معلومات وړاندې کولای شي:

((دې پروګرام لومړنۍ برخې جوړې کړي دي او همدغه برخې یې په څلور دېرشو ښارونو کې چې د ولایتونو مرکزونه دي؛ په تطبیقي ډول مطالعه کړي او له مخې یې کره ارقام او احصایې وړاندې کړې دي؛ په ټوله کې ویلی شو چې ګټور او کلیدي معلومات چې د ښاري لومړیتوب د ملي پروګرام لپاره هغې ته اړتیا ده په دغه راپور کې یې په اړه په مفصل ډول ویل شوي دي.))

ښاغلي نادري وویل چې یواځې په کابل کې په سلو کې څلوېښت اعشاریه اووه برخه ځمکې د استفادې وړ نه دي ګرځېدلي او په سلو کې نهه پنځوس اعشاریه درې برخه ښاري ځمکې د سوداګریزو ودانیو او شنو سیمو لپاره کارېدلې دي.

افغان حکومت په داسې حال کې د ښارونو د وضیعت راپور چمتو کړی چې ویل کېږي له څو لسیزو را په دې خوا دا نه وه څرګنده چې دغه ښارونه له کوم اړخه په کوم وضیعت کې دي.