د ۲۰۱۶م په پای کې د افغانستان پرېښودل به یوه دردونکې تېروتنه وي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د حضور او په افغانستان کې د انټرنټي غلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: (د ۲۰۱۶م کال په پای کې د افغانستان پرېښودل به یوه دردونکې تیروتنه وي).

ورځپاڼه لیکي،۱۴ کال وړاندې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پیل شوه. پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې ۲ زره او نهه سوه او ۷۷ کسان ووژل شول؛ له هغې راهیسې په افغانستان د ماموریت په ترڅ کې دوه زره او درې نیم سوه سرتیرو قرباني ورکړې ده؛ ترڅو پرینږدي چې له افغانستان څخه بیا امریکایانو ته کوم ګواښ متوجه شي.

واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د امریکا د قربانیو پایله او د دغه هېواد راتلونکې اوس په هغو پریکړو پورې تړلي دي چې باید اوس وشي.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر باراک اوباما به پریکړه کوي چې څومره سرتیري په افغانستان کې پاتي شي او که پاتي کیږي؛ نو د ۲۰۱۶ کال تر پایه به وي او که څنګه؟

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړي؛ د داعش حضور هم اندیښنې پیدا کړي دي او د نړېوالو مالي مرستې هم کمې شوي دي. د مطلب د لیکوال په وینا، دا تحولات په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه ښايي په افغانستان کې یو بهرنۍ سرتیری هم پاتې نه وي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوې بلې مقاله کې د انټرنټي غلو په اړه د ښځو د اندیښنې موضوع یاده کړې ده.

افغان ښځې وايي، د انټرنټي غلو او هکرانو له لاسه د فسبوک له کارولو ویریږي.

ورځپاڼې دی یوې افغان میرمنې کیسه راخستې ده چې د فسبوک له پاڼې يې تصویرونه غلا شوي دي.

دا مېرمن ادعا کوي چې فسبوک پاڼه يې چا هک کړې او د دې تصویرونه يې په یوې جعلي پاڼه کې ایښي دي.

فرید احمدي چې د کابل په لویدیځه برخه د انټرنټ کلب لري؛ واشنګټن پوسټ ته ویلي، د ښځو په نومونو د فسبوک پاڼو جوړول پنځوس په سلو کې زیات شوي دي.

ورځپاڼې د فسبوک د نړیوالو تولیداتو د پالیسي د مشرۍ مونیکا بیکیرت څرګندونې راخستي چې وايي؛ د هغو کسانو پر وړاندې چې د فسبوک کارونکو ته ګواښ متوجه کوي؛ دوی هیڅ زغم نه لري.

نوموړې ویلي، فسبوک هغه مهال جعلي پاڼه په نښه کولی چې د پاڼې کارونکې بل چا ته د دوستۍ غوښتنه واستوي.

په همدې حال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند محمد یاسین صمیم واشنکټن پوسټ ته ویلي؛ دا وزارت دا وړتیا لري چې مجرمان کشف کړي او له هغوی څخه ترلاسه شوي معلومات امنیتي او قضايي ادارو ته وسپاري.