د ايران د ښځينه فوټبال اتله د خپل خاوند له خوا سفرته اجازه نه لري

د ايران د ښځينه فوټبال اتله د خپل خاوند له خوا سفرته اجازه نه لري.د ايران د فوټبال د ښځينه ټيم اتله په خپل هېواد کې د هغه قانون پر وړاندې مبارزه کوي چې له مخې يې واده شوي ښځې د خاوند له اجازې پرته سفر نه شي کولای.

دا له دغه وضعيت سره هغه وخت مخامخ شوه چې خاوند يې ورته د فوټبال په نړېوال ټورنامنټ کې د برخه اخيستلو اجازه ورنه کړه.

د ايران د فوټبال د ښځينه ټيم د اتلې نيلوفر اردلان لپاره دا نړۍ د نارينوو نړۍ ده. نيلوفرد ښځو د نړېوال اسلامي ټورنامنټ د ګول د مېرمنې په نوم پېژندل کيږي.

نيلوفر اردلان وايي، دا به په ماليزيا کې په راتلونکي ټورنامنټ کې برخه نه اخلي ځکه چې د دې خاوند دې ته د بهرد سفراجازه نه ده ورکړې.

په ايران کې د اسلامي قوانينوله مخې بهرته د سفرلپاره هره ښځه د خپل خاوند اجازې ته اړتيا لري.

دېرش کلنې نيلوفرد ايران د ښځو د فوټبال د ملي ټيم کپتاني هم کړې او ټاکل شوې وه د ښځو د اتلولۍ په برخه کې د اسيا د فوټبال فدراسیون په فسټيوال کې برخه واخلي.

د فوټبال دغه سيالۍ په بنده خونه کې کيږي او په کې هرټيم د پنځو لوبغاړو جوړ شوی وي.

په ايران کې واده کړې ښځې بهرته د سفرلپاره د خپل خاوند اجازې ته اړتيا لري او په هغه صورت کې چې خاوند يې اجازه ورته ورنه کړي، دوی نه شي کولای سفر وکړي.

نيلوفر وايي، خاوند يې له دغه قانونه په ګټه سره د دې د سفرمخه ډب کړې ده. خاوند يې د سپورټ خبریال او د تلويزيون کار کوونکی دی.

دغه قضيه د ښځو پر وړاندې د ايران هغه قوانين روښانه کوي چې د سړيو ملاتړکوي.

په دغو قضيو کې د وراثت، طلاق، د کوچني د سرپرستي مسئلې شاملې دي او دغه قوانين د انسان په توګه د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندي کوي.

د لندن مېشتې بشري حقونو ادارې (د ايران لپاره عدل) ريسه او په ايران کې د ښځو د حقونو مدافع شادي صدر وايي، دغه قضيه څرګندوي چې د سفرپه اړه قوانين باید تغير وکړي. د دې په وينا دغه قوانين زرګونو ايرانۍ ښځې اغېزمني کوي.صدر وايي:

((که يوه ښځه په سياست، سپورټ او کلتور کې هرڅومره لوړ مقام ولري، دا بیا هم د خپل يوه بنيادي حق لکه بهرته سفر لپاره هم د خپل خاوند اجازې ته اړتيا لري.))

د اردلان قضيې او د دې پرېکړې چې د سفرد مخنيوي په اړه علني خبرې وکړي، په ټولنيزو رسنیو کې د پام وړ توجه جذب کړې ده.

اردلان ويلي چې دا به دغه قضيه د ښځو د حقونو د مدافعينو له خوا پر مخ وړي.