یوې افغان میرمنې عاقله اصفي د UNHCR Nansen جایزه وګټله

یوې مېرمنې چې خپل ژوند یې د افغان کډوالو نجونو تعلیم ته وقف کړی د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرې جایزه ګټلې.

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې عاقله اصفي هغه مېرمن ده چې په ۱۳۷۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل سره سم له وطنه وتلې، د پاکستان د پنجاب ایالت کوټ چندنا سیمې ته تللې او هلته یې له تعلیمه د پاتې نجونو باسواده کولوته مټې نغاړلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ UNHCR په وینا مېرمن اصفي په ډېرو لږو امکاناتو سره د افغانانو کورنیوته قناعت ورکړچې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي او اوس د دې د هڅو له برکته څه باندې زر نجونې د کلي ښوونځي ته ځي خو UNHCR وايي چې د دې کلي په سلوکې اتیا نجونې لا هم ښوونځي ته نه شي تلای.

عاقلې اصفي ته د دې جایزې د سپارلو مراسم په اکتوبر میاشت کې په ژنیو کې جوړېږي. د نېنسن د کډوالو له جایزې The Nansen Refugee Award له جایزې سره یولک ډالرهم ضمیمه دي چې د اوسنیوکارونو د بشپړولو پر چارو به ولګول شي.