یوې افغان میرمنې د م.م د کډوالو عالي کمیشنرې جایزه ګټلې

یوې مېرمنې چې خپل ژوند یې د افغان کډوالو نجونو تعلیم ته وقف کړی د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري جایزه ګټلې.

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې عاقله اصفي هغه مېرمن ده چې په ۱۳۷۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل سره سم له وطنه وتلې، د پاکستان د پنجاب ایالت کوټ چندنا سیمې ته تللې او هلته یې له تعلیمه د پاتې نجونو باسواده کولو ته مټې نغاړلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ UNHCR په وینا مېرمن اصفي په ډېرو لږو امکاناتو سره د افغانانو کورنیو ته قناعت ورکړ چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي او اوس د دې د هڅو له برکته څه باندې زرنجونې د کلي ښوونځي ته ځي خو UNHCR وايي چې د دې کلي په سلو کې اتیا نجونې لاهم ښوونځي ته نه شي تلای.

عاقلې اصفي ته د دې جایزې د سپارلو مراسم په اکتوبرمیاشت کې په ژنیوکې جوړېږي.

د نېنسن د کډوالو له جایزې The Nansen Refugee Award له جایزې سره یولک ډالرهم ضمیمه دي چې د اوسنیو کارونو د بشپړولو پر چارو به ولګول شي.