په میدان وردګو کې د ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي دي

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې دوه ولسي وګړي چې یو ملکي انجنیر هم په کې و؛ وژلي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند په یو بیان کې وايي؛ چاودنه تېر مازیګر د نرخ ولسوالۍ په قره چغ سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو.

له بیان سره سم له پېښې وروسته کله چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل د هغو پر موټر هم د ځای پرځای شوي ماین چاودنه وشوه چې څلور سرتېري یې ټپیان کړل.

په بیان کې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی.