د ایران پوځ دوه ورځني هوايي تمرینونه پیل کړي دي

ایران تېره ورځ دوه ورځني هوايي پوځي تمرینونه چې جِټ او نورې بم غورځونکي الوتکې په کې برخه لري؛ پیل کړل.

د ایران دولتي خبري اژانس وايي؛ دا پوځي تمرینونه په مرکزي اصفهان ولایت کې روان دي او هدف يې د سیمې هیوادونو ته د دوام داره سولې، ثبات او د امنیت پیغام ورکول دي.

د ایران د هوايي ځواک مشر علي رضا بارخور ویلي؛ له دې تمرینونو څخه هدف د ایراني ځواکونو د جنګي توان څرګندېدل او د دفاعي لاسته راوړنو ازمویل دي.

ایران ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې يې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړی؛ خو لویدیځ هیوادونه بیا وايي چې تهران زیاتره وخت د خپل پوځي توان په اړه باټې وهي.