په بلخ کې د ماشومانو په وړاندې د تاوریخوالي د زیاتېدو لاملونه

په شمال زون کې د بشر حقونو ساحوي دفتر چارواکي او د ماشومانو له حقونو څخه د مدافع بسټونو مسوولان په بلخ ولایت کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې نا امنیتي، د بیکارۍ سطح لوړ والی او په ټولنه کې فقر، د ماشومانو پر وړاندې تشدد د زیاتېدو لامل شوی.

په شمال زون کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مشر وايي چې دا ټول عوامل سره یو ځای شوي او ماشومان یې د شاقه کارونو ترسره کولو ته اړه ایستي دي.

"په ټولنه کې د فقر زیاتوالی، د کاري زمینې نشتون او په شمال زون کې د امنیت نشتوالی دا ټول سبب شوي چې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات کړي."

له بل لوري سید محمد سامع وايي چې په ډېری مواردو کې ماشومان د فزیکي تاوتریخوالي ښکار ګرځي او د کورنۍ دښمني له امله د جنسي تجاوز، قتل او اختطاف قرباني کیږي.

د بشر حقونو ساحوي دفتر مشر له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په هر هغه اندازه چې د قانون حاکمیت ته صدمه ورسیږي په همغه اندازه د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیاتیږي.

هغه وویل چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې دي؛ خو په وروستۍ میاشتې کې یې د ماشومانو په وړاندې د قتل، جنسي تیري او اختطاف ۷ پېښې ثبت شوي چې تر ټولو مهمې پېښې شمېرل کیږي.

په عین وخت کې د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع مختلف بسټونه هم د دا ډول تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه غبرګون ښیي او زیاتوي چې دولت دې باید د ماشومانو په قتل؛ جنسي تیري او اختطاف تورن کسان محاکمه او مجازات کړي.

په بلخ ولایت کې د مدافع بسټونو د مسوولانو په اند چې د ماشومانو به وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو عمده عوامل؛ د ماشومانو له حقونو څخه د کورنۍ نه خبرتیا او د ټولنې د خلکو ترمینځ د منظم کورني پلان نشتوالی برابروي.

په بلخ کې د ښځو او ماشومانو د حقونو مدافع ملالۍ عثماني یې په اړه وايي:

"د کورني منظم پلان نشتون، د ماشومانو نا سالمه تربیه او د ماشومانو له حقونو څخه د کورنۍ نه خبرتیا سبب کیږي چې د دوی په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ په بلخ کې د تېرو دوو اونیو په ترځ کې ۴ ماشومان د قتل، اختطاف او جنسي تیري قرباني ګرځېدلي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی