پاکستاني پوځیانو په شمال لویدیځ کې پر طالبانو هوایي برید کړی

پاکستاني پوځیان وایي چې د هېواد په شمال لویدیځ کې یې پر پاکستاني طالبانو هوایي برید کړی دی او لږ تر لږه یو دیرش مشکوک وسله وال یې وژلي دي.

استخباراتي چارواکي وایي، پوځي جټ الوتکو د شوال پرسیمه تیره ورځ بمباري وکړه چې نژدې اوولس مشکوک وسله وال یې ووژل او د وسله والو څلور پټنځایونه یې له منځه یووړل.

دا بمباري د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان تر منځ په سرحدي سیمه، په هغه ځای کې شوې ده چې لاهم هلته یو شمیر ملکیان ژوند کوي.

د دې سیمې ډیرو کسانو تیرکال خپل کورونه وروسته تردې پریښودل چې پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د ملاتړیو پرضد پراخ عملیات پیل کړل.

په شوال کې تازه عملیات تیره میاشت شروع شول او په دې عملیاتو کې پلي پوځیانو هم برخه اخیستې ده.

تیره ورځ په خیبر دره کې هم هوایي برید وشو. استخباراتي چارواکو رویټرز اژانس ته په سیمه کې وویل چې په دې بمباري کې ۱۴ وسله وال ووژل شول او شپږ هم ټپیان شول.