په هرات کې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوي

بیا هم په هرات ولایت کې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د هرات ولایت د روغتون رییس محمد ناصر فوشنجي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه ورته 58مسمومې شوې زده کوونکې انتقال شوي او احتمال شته چې د مسموم شویو نجونو تعداد نور هم زیات شي.

د ازادي راډیو د خبریال په قول یاد نجونې په ټولګي کې د ګازو د بوي له امله مسمومې شوي او روغتون ته وړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم په همدې ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي ۱۱۵ زده کوونکې او یو شمېرښوونکې په ورته ډول مسمومې شوې وې.