رانجه د یوه لازم سینګار توکي په توګه غوره شوی

تور رانجه د اریايي او په خاص ډول د پښتني ښځو د ښکلا یو ځانګړی او نه ورکېدونکی توکي دي چې د یوې ګاڼې په توګه سترګې سینګاروي او پښتنې خو یې د سترګو د درملو او ښایست دواړو لپاره هره ورځ کاروي.

په عربي ټولنه کې سروته مایل رنګه رانجه هم کارول شوي چې اثمیت یې بولي، دا باید له یاده ونه باسو چې په هندي ټولنه کې هم د تورو رنجو استعمال دود د پښتني ټولنې په اندازه پیاوړی دی، خو په پښتنوکې هم دا دود کم رنګه نه دی ان چې واړه ماشومان، سپین سرې ښځې او پیغلې یې په عادي ورځو او د خوښیو په مراسمو کې کاروي.

د ادبیاتو پوهنځي فارغ التحصیله حلیمه هڅه وايي چې د رنجو د استعمال له زرګونو کلونو راپه دېخوا دود دی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې کارول کيږي.

حلیمه وايي چې اروا پوهان سترګې د زړه او روح لارګڼي او که چېرې کومې سترګې په رنجو ښکلې شي، نو ښکلا یې په څو چنده زیاتیږي.

نوموړی دا هم وايي، کوم رانجه چې ښه وایشول شي او سم میده شي له هغې وروسته د بادامو تیل هم ورسره ګډوي او بیا یې د خرڅ لپاره د غوره رنجو په توګه اماده کوي.

رانجه نه يوازې د سترګو د سوزش، سوروالی او ښکلا لپاره کارول کیږي، بلکې ميندې خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو ته په مخ، زنه او تندي د رنجو خالونه ږدي.

د نوموړې په خبره چې رانجه اوس په افغاني ټولنه کې د یوه لازم سینګار توکي په توګه غوره شوی، هرڅوک چې سینګارکوي نو باید له رنجو ګټه واخلي او خپلې سترګې تورې کړي.

خو که چېرې یې سترګې تورې نه کړې نو بیا له ګڼو پوښتنو سره مخ کيږي.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې