د روسیې ولسمشر به راتلونکې اونۍ چین ته ولاړشي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به راتلونکې اونۍ چین ته لاړ شي.

د روسیې د ولسمشرمطبوعاتي دفتر پرون وویل چې پوتین به د چین د ولسمشر شي جینپینګ په بلنه د سپټمبر په دوهمه او دریمه له دې هېواده کتنه وکړي.

پوتین په پر جاپان د چین د خلکو د بري د اویایمې اوهم د دوهمې نړېوالې جګړې د بري د اویایمې کلیزې د لمانځلو په مراسموکې ګډون وکړي.

د روسیې او چین ولسمشران به دغه رازد انرژۍ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او له شلو زیات دوه اړخیز سندونه به لاسلیک کړي.

د ډیرو دغو موافقو پرعملي کیدو د ۲۰۱۵ کال په مۍ کې مسکو ته د شي د سفرپه مهال او هم د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د اوفا په غونډه کې موافقه شوې ده.

په پیکنګ کې د روسیې سفیر اندرې دینیسوف وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په نړۍ کې د امنیت د ټینګښت یو قوي فکتور شوی.

پوتین به په پیکنګ له یو شمېر نورو مشرانو سره چې په دغو مراسمو کې ګډون کوي، هم وګوري.