د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون (سه شنبه) د دې هېواد صدراعظم ته د موقت حکومت د جوړولو دنده وسپارله؛ څو تر ټاکنو پورې حکومتي چارې پر مخ بوزي.
د ترکیې د انتخاباتو د کمیسون مشر سعدي ګووین (Sadi Guven) پرون وویل چې پارلماني ټاکنې به د نومبر د میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د ترکیې د صدراعظم داوود اغلو ګوند د جون په میاشت کې په ټاکنو اکثریت بایلود او له نورو ګوندونو سره د ایتلافي حکومت په جوړلو بریالی نه شو.
صدراعظم د موقت حکومت د اعلان لپاره ۵ ورځې وخت لري.
په ترکیه کې د اپوزیسیون ګوند (د خلکوجمهوریت) چې د جون میاشتې په ټاکنو کې یې دوهم ځای ګټلی و؛ د موقت حکومت د جوړولو اجازه غوښتې وه.
خو د ترکیې ولسمشر دوهم دور ټاکنې غوره ګڼلې دي.