"د ګاونډیو هېوادونو راکټي او تروریستي حملې بې ځوابه نه پرېږدو"

د افغانستان د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د مخالفینو د حملو زیاتوالي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ سرغړونو؛ افغان حکومت غصه کړی او وايي چې دا حملې به بې ځوابه پرې نه ږدي.

افغان چارواکي او په تېره امنیتي ځواکونه وايي؛ د مخالفینو دغه بریدونه او د ترهګرو په لاس د بې ګناه خلکو وژل ورته نور د زغملو نه دي.

د افغانستان د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وايي؛ افغانستان د جنګ نیت نه لري؛ خو له دې سره - سره لیدل کیږي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان پر ضد د ترهګرو ملاتړ کوي.

ښاغلي مراد وویل، د افغانستان د امینتي ځواکونو دنده ده چې له خپلو خلکو څخه د فاع وکړي:

((څو ورځې مخکې ستاسې د د فاعي ځواکونو رهبري پلاوي اسلام اباد ته یو سفر درلود؛ خو په سبا يې په کونړ کې څه کارونه وشول. تاسې د خپل حکومت او مقابلې لوري نیت مقایسه کړئ.

دا راکټونه چې زموږ د خلکو پر کورونو ویشتل کیږی؛ دا اعلانوو چې لومړی د دې حرکتونو تحمل کوو او بیا وایو چې ځواب به یې واورئ.))

د وسله وال پوځ د لوې درستیز مرستیال دا خبرې د یکشنبې په ورځ د کابل له نظامي تعلیمي مرکز څخه؛ د یوزور څلورسوه نویو سرتېرو اوبرید ملانو د فارغېدو په غوڼده کې وکړې.

ده وویل، افغانستان اتمي ځواک نه لري؛ خو د هېواد د ساتنې په لارکې يې د امینتي ځواکونواو خلکو اراده؛ له اتم څخه هم پیاوړې ده.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې څه باندې دوه اوونۍ مخکې په کابل ښار کې د مخالفینو په څلورو حملو کې شاوخوا څلورسوو بیګناه خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه ورسېدل.

سربېره پردې په کونړاو پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو لړسرحدي سرغړونې هم کړي چې؛ د دواړو لورو د ځواکونو ترمینځ د نښتولامل شوي هم دي.

دا چې د پاکستان دې حملو ته به د افغان حکومت ځواب څه وي؛ دا موضوع مو له پوځي کارپوهانو سره شریکه کړه.

پخواني جنرال عتیق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل؛ که افغانستان خپلې کورنۍ ستونزې اوارې کړي؛ هېڅ ګاونډی هېواد به جرات و نه کړي چې پر ضد یې عمل وکړي:

((که افغانستان خپلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او داسې نورې ستونزې حل کړي؛ پر یوه قوي هېواد به بدل او پاکستان به په کې د مداخلو جرات ونه کړي. پاکستان اوسمهال د افغانستان له نیمګړتیاوو څخه د ځان په ګټه کاراخلي.))

د نظامي تعلیمي مرکز څخه د نویو سرتېرو او بریدملانو د فراغت په غونډه کې ښاغلي مراد نړیوالې ټولنې ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان پرضد یې پر روانو ترهګرو فعالیتونو سترګې پټې کړي دي.

له څو کلونو راهیسې پرپاکستان تور لګول کیږي چې د افغانستان پرضد مخالفین روزي او تمویلوي يې. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

راپور: خان محمد سیند