په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د استادانو سیاسي بحثونه ستونزې زېږوي

ښوونځي او پوهنتونونه د علم او پوهې ځایونه دي چې له سیاسي فعالیتونو باید لرې وساتل شي خو ځينې ښوونکي او استادان په درسي ټولګي کې پر سیاسي بحثونو وخت تېروي او غواړي خپله مفکوره زده کوونکو ته ورانتقال کړي چې کله کله د زده کوونکو د نظر د اختلاف په صورت کې د ځينو ستونزو سبب کیږي.

که چېرې تاسې هم په ټولګي کې له داسې مشکل سره مخ کېږئ نو څه کول په کار دي؟ په نننۍ تاندې څانګې کې يې اورئ.

ښوونځی او پوهنتون... یانې د ښوونې او د پوهې ځایونه... هغه ځایونه چېرې چې شاګردان بې له کوم سیاسي، مذهبي، ژبني او قومي تعصبه ارام، خوندي او اکاډميک چاپېریال ته ضرورت لري. هغه ځایونه چې پکې د زنده باد او مرده باد شعارونه او خبرې باید نه وي او هغه ځایونه چې ښوونکی یا استاد باید په کې د خپلو وظایفو د لایحې پر بنسټ شاګردانو ته د پوهنتون یا د ښوونځي لپاره ټاکل شوی درسي نصاب تدریس کړي.خو ځيني استادان شته چې تر کتابونو ها خوا خبرې کوي، کومې خبرې؟ دغه ځوانان بادشاه جان ځدراڼ، داؤد شاه او اسحاق وايي چې ځینې استادان په درسي ټولګي کې سیاسي بحثونه راخلي او د خپلې خوشې رهبر او ګوند ستايي، که کوم زده کوونکی يې د نظر خلاف خبره کوي نو که یو خوا استاد کینه ورسره اخلي نو بلخوا په ټولګي کې د استاد د مفکورې همنظره ټولګیوال يې هم په خلاف دريږي چې کله کله دا خبره شخړو ته رسیږي.د کابل پوهنتون یوه محصله حسنه همدرد وايي:

((زموږ یو استاد دی، په همدغو سیاسي خبرو مو بحث سره وکړ، اوس يې ما سره عقده اخیستې، زما سلام ته حتی علیک نه وایي. که د درس موضوع د دولت په اړه وي خو پروا نه کوي کنه نو زما په نظر په ټولګي کې باید دوی یوازې خپل مضمون تدریس کړي او حق نه لري چې له درسه پرته په بل څه باندې بحث وکړي.))

که مضمون د سیاسي علومو وي ښايي کله کله خبره تر سیاسته لاړه شي خو د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یو محصل محمودالرحمن وايي چې داسې استادان قصداً غواړي سیاسي مسئلو ته لمن ووهي او خپله مفکوره نورو ته ورانتقال کړي.

د پکتیا اوسيدونکی فدامحمد باران هم وايي چې دغه استادان د خدای لپآره خبره نه کوي، یاني حقیقت نه وايي بلکې هغه کسان ستايي چې یا دوی ورسره مشترکې ګټې لري او یا ترې متاثره دي او پر خیانتونو يې سترګې پټوي.

اصلي ستونزه هله رامنځ ته کیږي چې په ټولګي کې استاد د خپلې خوښې د ګوند او رهبر ستاینه کوي او ته يې د نظر برعکس خبره وکړې، بیا نو د استاد ګواښونه او اخطارونه دي او ته يې... داسې څه له ليسې یو تازه فارغه شوی زلمی بادشاه جان وايي.

محمداتل انګار له یوه پوهنتونه تازه فارغه شوی ځوان دی، دی وايي چې ځينې استادان هغو محصلانو ته ښې نمرې ورکوي چې همفکره يې وي او یا د محصل پلار هم د هغه ګوند غړی وي چې دی يې غړی دی، ښاغلی اتل خپله خاطره راسره شریکوي چې یوه ورځ يې په ټولګي کې استاد د خپلې خوښې د سیاسي رهبر صفتونه کول او د هغه کتابونه یې راباندې خرڅول، کله چې ما د هغه د نظر خلاف خبره وکړه نو یو څه ټولګیوال زما په خوا او یو شمېر نور د استاد په پلوۍ ودرېدل، موږ په دوو برخو وویشل شوو او جګړه مو پېل شوه.

انګار همدا راز وايي چې دغه استاد زما نمرې حتی بل یوه ته ورکړې وې او چې کله مې ادارې ته شکایت کاوه نو هلته هم استاد پر ما تور پورې کړ چې دی ما توهینوي او ټولګیوال تخریبوي.

وايي، د چا چې په بل زور نه رسيږي نو په ځان خوله لګوي. محمد اتل خو له مجبوریته د داسې استادانو له کبله پوهنتون پرېنښود خو د لغمان اوسېدونکی شوکت علي و چې د استادانو دې چلند ښوونځی ورنه پاتې کړ، شوکت علي له دولتي چارواکو غواړي چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د استادانو د دغه فعالیت مخه ونیسي او زده کوونکو ته د لیک لوست لپاره ارامه فضا برابره کړی.

خو د پوهنې وزارت د نشراتو سرپست ريئس معراج زماني بیا دا خبرې ردوي او وايي چې هيڅ ښوونکی په ټولګي کې د سیاسي بحثونو د کولو حق نه لري او د لوړو زده کړو وزارت چارواکي هم وايي چې پوهنتونونه اکاډميکې ساحې دي او له سیاسي فعالیتونو خوندي دي، د دغه وزارت د نشراتو رېئس او ویاند صفي الله جلالزی:

((موږ تاسې پوهيږو چې پوهنتونونه اکادميک ځایونه دي او د دغو پوهنتونونو استادان مکلف دي چې محصلانو ته تدریس وکړي. هيڅ استاد او محصل حق نه لري چې په دې اکادمیکه ساحه کې سیاسي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصباتو ته لمن ووهي. د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې جدي دی او څو ځلې ځينو استادانو ته د داسې مسایلو په تړاو اخطار هم ورکړل شوی دی. او موږ ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبردارۍ ورکړی چې که داسې کوم عمل پکې تر سترګو کیږي نو زموږ له جدي عکس العمل سره به مخ شي.))

ځوانانو وویل چې ځينې استادان د خپل مضمون د تدريس وخت په سیاسي بحثونو ضایع کوي او د اړوند وزارتونو چارواکو وویل چې نه، هيڅ استاد د داسې بحثونو اجازه نه لري. اجازه خو نه لري خو که بیا هم کوم استاد داسې هڅه کوي نو پخپله شاګردانو ته څه کول په کار دي؟

د دې پوښتنې ځواب د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي ځوان استاد نجیب الرحمن صبوري راکړی، دی وايي چې که کله استاد تر درس هاخوا خبرې کوي نو زده کوونکی دې د درس اړوند پوښتنه مطرح کوي چې استاد بېرته خپلې موضوع ته راوګرځوي. ښاغلی صبوري وايي چې که چېرې استاد هر وخت د درس پر ځای سیاسي بحثونه کوي نو یا د خپل ټولګي نماینده د ټولو په استازيتوب استاد ته ورولېږئ چې هغه په ټولګي کې د سیاسي بحثونو له کبله د رامنځ ته شویو مشکلاتو په اړه خبر کړي او یا ټول په ګډه د ښوونځي او یا پوهنتون ادارې ته شکایت وکړئ چې ستونزه حل شي.

صبوري همدا راز وايي چې استادان که په ټولګي کې کوم بحث کوي نو پر موضوع دې نهايي قضاوت نه کوي او زیاتوي چې محصلانو ته خصوصاً په سیاسي مسایلو کې په کار ده چې د استاد د تحلیل په اړه قضاوت د هغه د علمیت د کچې تر معلومولو وروسته وکړي. ښاغلي صبوري زیاتوي چې په سیاسي مسایلو کې هر څه په پټو سترګو منل ندي په کار، که کله استاد د یو چا غندنه او یا ستاینه کوي نو تاسې په کتابونو او انټرنټ کې پسې ګرځئ او د هغې موضوع په اړه څېړنه کوئ، حقیقت ته ځان رسوئ او تر هغې وروسته قضاوت کوئ چې د استاد معلومات څومره کره او څومره ناکره دي.

که په علمي ادارو کې سیاسي مسایلو ته لمن وهونکي استادان موجود وي او اړوند ادارې يې جدي مخنیوی ونه کړي نو ښايي د شوکت علي په څېر ګڼ ځوانان له زده کړو زړه توري شي او یا د ځينو خودغرضه کسانو د ناسمو معلوماتو له کبله د هغوی د شخصي او سیاسي ګټو ښکار شي.

نننۍ تاندې څانګې همدومره وه. تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:

http://Facebook.com/tandysangy

پردې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:

http://www.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې