د امان الله خان پلانونه او ریفورمونه ولې له ماتې سره مخ شو؟

د افغان ښځو مبارزې د دې سبب شوي چې د هېواد په تیر تاریخ کې خپل ځای ثابت وساتي.

په دې ترڅ کې د امان الله خان میرمنې ملکه ثریا هم یوه له هغو میرمنو څخه ده چې د مشروطیت په غورځنګ کې او همدا راز د امان الله خان په ریفورمونو او کړنو کې یې کارنامې نه هیریدونکي دي.

د امان الله خان په مشرۍ د لومړي مشروطیت او د هېواد د سیاسي خپلواکۍ تر ګټلو وروسته افغان ښځو وکړای شو چې یو شمېر جنسیتي ازادۍ ترلاسه کړي چې په هغې کې د حجاب د لیرې کولو مساله، زده کړې، په ټولنیز سیاسي او اقتصادي ډګر کې د ښځو برخه اخیستنه او د واده کولو د نظامنامې تنفیذ شامل وه.

خو د ښځو په برخه کې په دغو ټولو اصلاحاتو او پرمختګونو کې د امان الله خان د میرمنې ملکې ثریا رول مهم ګڼل شوی دی؛ د شاه امان الله خان لور شاهزاده ګی هندیه وایي:

((البته ډير زیات ځکه یوه پیاوړې میرمن وه، پوهه میرمن وه په دغه ریفورم کې یې له خپل خاوند سره ډیره مرسته کړې وه.))

ملکه ثریا په دمشق کې زیږیدلې وه او ترپنځه کلنی به یې په عربي ژبه خبرې کولې. خو ترهغه وروسته کله چې له دمشقه د هغې کورنۍ افغانستان ته راغله نو ملکې ثریا نورې ژبې هم زده کړې.

ملکه ثریا په ۱۹۱۳ میلادي کال کې له ځوان شهزادګي امان الله خان سره واده کړی وه، هغه زیرکه د روښانه فکر لرونکې او د وینا خاونده میرمن ګڼل کیده او په ترکي، فرانسوي، عربي او دري ژبو غږیده.

د امان الله خان میرمنې ملکې ثریا چې د محمود طرزي لور وه، د ښځو د هڅولو او پرمختګ هڅې یې کولې.

د امان الله خان لورشاهزادګی هنديي له ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي چې موریې ملکې ثریا د اونۍ یوه ورځ میرمنو ته ځانګړې کړې وه او په دربار کې به یې له هغوی سره په کتنو کې ټینګار کاوه چې ښځې باید لیک لوست وکړي او خپلو ماشومانو ته هم زده کړه ورکړي.

په دې ترڅ کې ملکي ثریا د مستورات په نامه چې اوس مهال د ملالې لیسه ده د هېواد د نجونو لومړنی ښوونځی پرانیستو چې وروسته يې بیا خپله هم میرمنو ته دغه ښوونځي کې زده کړه ورکوله.

همدا رازپه کابل کې د ښځو د ماشوم زیږولو لومړی روغتون هم په همدې دوره کې پرانیستل شو.

په ټولنه کې د افغان ښځو د رول د بدلیدو په لومړنیو هڅو کې ملکې ثریا د استقلال په جشن کې د دفاع او داخلې د وزیرانو له میرمنو سره یوځای پرته له حجابه برخه واخیسته.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده شهلا فرید په دې اړه وايي چې همدا مساله وه چې د ملکې ثریا په وړاندې یې سخت غبرګونونه راوپارول:

((انګریزانو هغه وخت لکه څنګه چې موږپه تاریخ کې لوستي داسې عکسونه په ټولنه کې خپاره کړل چې تنه یې د انګریزې ښځې او سر يې د ملکې ثریا وو له دې امله چې ټولنه نالوستې وه او ملایانو تل منفي رول لوبولی نو له هغې نه په استفادې سره يې ټولنه او ملایان دې ته وهڅول چې د امان الله خان پرضد مبارزه وکړي، بالاخره د دوی هڅې تر قیام یا پاڅون پورې او دده تر ناکامی پورې ورسیدې.))

په ۱۹۲۱ میلادي کال کې د نجونو د لومړني ښوونځې پرانیستل، په ۱۹۲۲ میلادي کال کې ترکيي ته د نجونو لیږل، د ارشادالنسوان د جریدې خپریدل، له ۶ تر یوولس کلنې د نجونو اجباري زده کړې، دا ټول هغه څه وه چې ځوان پاچا امیرامان الله خان د ښځو لپاره د ملکې ثریا په مرستې او همکارۍ ترسره کړه.

د علوم د اکاډمۍ غړی او تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع په دې برخه کې د ملکې ثریا د رول په اړه وايي:

((د دې په مشرۍ د مستوراتو مکتب جوړ شو چې دا یو لوی انقلابي ګام وو او علاوه له هغې نه د ارشادالنسوان جریده دا د دې ترنظر لاندې خپریدله او په عملي ژوند کې له اعلیحضرت امان الله خان سره په شپږ میاشتني سفر کې ملګرې وه همدا راز په نورو مسایلو کې هم دا مخکښه وه او ښه رول یې درلود.))

په جولای میاشت کې ملکې ثریا د حجاب د لرې کولو په هکله یوه مقاله ولیکله او له هغې وروسته شاه د لوړ رتبه مامورینو ښځې قصر ته راوبللې او په نورو هېوادونو کې یې د ښځو د ازادۍ په اړه ورسره خبرې وکړې او ویې ویل چې که میړونه یې دا ازادي نه ورکوي نو حق لري هغوي په ګولې وولي او دا به شخصآ وسله د هغوی په واک کې کیږدي.

د ۱۹۲۸ کال د سپتمبرپه ۵ نیټه د ۱۳۰۷ لمریزکال د سنبلی له ۶ - ۱۴ پورې د پغمان په جرګه کې شاه د نوي تمدن او د نسوان د حقونو په اړه خبرې وکړې او په رسمي توګه د ملکې په توګه د ملکې ثریا پاتې کیدل، د تعدد زوجات او د واده د سن په اړه یې غوښتنې رد شوې.

همدا راز شاه چې په ۱۹۲۷ میلادي کال کې یې په پغمان کې د خلکو له استازو سره خبرې کولې د واده د ټاکل شوي سن او د ودونو د تعدد په هکله وغږید چې د خلکو د استازو له سخت غبرګون سره مخ شو؛ خو شاه هم په دې برخې کې ستر قیمت ورکړ.شهلا فرید په دغه جرګه کې د ملکې ثریا د هڅو په اړه وايي:

((په تحریري بڼه یې د ښځو غوښتنې جرګې ته ورسولې مګر دا چې ولې په جرګه کې د دوی غوښتنې له ماتې سره مخ شوې هماغه منفي ذهنیتونه او د دښمن مداخله وه چې دوی په دې ونه توانیدل چې هغه مسایل تر پای پورې پلې کړي.))

د تاریخ په لړکې هرکله د افغان ښځو حجاب، تر یوه دیني حکم ډیرد سیاستوالو د سیاسي قدرت یوه وسیله او د نارینه وو د واکمنی سمبول ګڼل کیږي.

په تیرې یوې پیړۍ کې په افغانستان کې له هر سیاسي بدلون سره یوځای همدا مساله د بحث وړتوده مساله او د اختلاف او تضاد نه ډکه مساله ګڼل شوې ده خو له ملکې ثریا سربیره اسما طرزي، رقیه ابوبکر،زینب سراج، صالحه فاروق اعتمادي،زینب سراج، کبرا نورزايي، نفیسه شایق مبارز، معصومه وردک، بی نظیرهوتکي او یو شمېر نورې هم شته چې د افغان ښځو د سیاستوالو ښې بیلګې دي چې د ښځو د برحقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې ډیرې هڅې کړي دي.

د امیرحبیب الله کلکاني په دوره کې د شاه د دورې ټول اصلاحات له منځه ولاړه او له هغې جملې څخه د ښځو په ژوندانه کې هم بدلون راغې او یو شمېر درباري او ښاري ښځې چې له دغه راز بدلونونو او په ټولنیزو چارو کې له ګډون برخمنې شوې وې بې برخې شوې.