ولسمشر غني د خپلواکۍ ورځې په ویاړ د خپلواکۍ څلي ته د ګلو ګیډۍ کیښوده

افغان ولسمشر اشرف غني نن له انګلیسانو څخه د ازادۍ د بیرته اخیستو د شپږ نویمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې برخه واخیسته او د خپلواکۍ څلي ته یې د ګلو ګیډۍ کیښوده.

دا مراسم د افغانستان په دفاع وزارت کې د لوړ پوړو افغان چارواکو په حضور کې ترسره شول.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د دې ورځې په مناسبت وینا وکړي.

د دې ورځې په مناسبت د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې بیلابیل مراسم جوړ شوي دي.

لاندې يي ویډیو هم کتلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

افغان ولسمشر د ازادۍ د ۹۶مې کلیزې په مناسبت مراسمو کې برخه واخیسته