نن د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان 96 کلیزه ده

نن د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان 96 کلیزه ده.

افغانستان د 1919 [میلادي] کال د اګست په 19چې د اسد [زمري] له 28 سره برابريږي، له بریتانیې سره د تړون پر اساس، د خپلې ازادۍ اعلان وکړ.

افغانستان هیڅ کله هم د بریتانیې د برخې په توګه نه دی اعلان شوی خو د [Anglo-Afghan Treaty] په نوم دې تړون، د افغانستان بشپړې خپلواکۍ ته رسمیت ورکړ.

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې به نن رسمي محفلونه وي او عمومي رخصتي ده.