د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاس رسی به پراخ شي

ټاکل شوې چې د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاس رسی پراخ شي.

د همکارۍ دغه تفاهم لیک نن د عامې روغتیا او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارتونو ترمنځ لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرعبدالرزاق وحیدي خبریالانوته وویل چې دغه پنځه کلن پروګرام له دوه نیم میلیون ډالرو څخه زیات لګښت غواړي چې د مخارباتو وزارت له خوا ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز وايي چې د دغه پروګرام په پلي کېدلو سره به د خلکو لاس رسی روغتیايي خدمتونو ته پراخ شي.