له طالبانو سره د "الظواهري" بیعت د داعش په ګټه دی؟

د القاعد شبکې مشرایمن الظواهري په خپل یوه تازه غږیز پیغام کې د طالبانو له نوي مشرملامنصور سره بیعت اعلان کړی دی.

خو د القاعده د مشرپه دې پیغام کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش او د هغې د مشرابوبکر البغدادي په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایا له طالبانو سره د القاعده د مشرد بیعت اعلان د داعش په ګټه دی او که څنګه؟

که څه هم چې د القاعده د مشرپه پیغام کې د داعش او د دې ډلې د مشرپه اړه څه نه دي راغلي خو، دا پیغام په یو نه ډول د داعش او د هغې اړوند وسله والو ډلو د دې ادعا چې وايي په عراق او سوریه کې يې اسلامي خلافت جوړ کړی، ځواب ګڼل کیږي.

د داعش مشرابوبکرالبغدادي تیرمیلادي کال د اسلامي خلافت د قیام خبره وکړه او په ډاګه يې د هغه په وینا پر نړېوال جهاد د القاعده شبکې مشري رد کړه.

د طالبانو له نوي مشرملامنصور سره د بیعت په دې اعلان کې ایمن الظواهري د اسلامي خلافت د قیام لپاره له طالبانو سره د مرستې ژمنه کړې.

http://jihadintel.meforum.org/176/ayman-al-zawahiri-pledge-of-allegiance-to-new

د مطلب لیکونکی وايي، د اسلامي خلافت په اړه د القاعده شبکې د مشرڅرګندونې له هغو خبرو سره کوم توپیرنه لري چې د داعش مشر بغدادي کړي دي.

ایمن الظواهري وايي چې د مسلمانانو لپاره به د چین د اویغور د کاشغر له ښاره نیولي تر اندلسه پورې، له قفقارنیولې تر سوماليي او له کشمېره تربیت المقدس پورې د اسلامي خلافت د قیام لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

داعش هم ورته ادعا کوي او سره له دې چې په قفقار کې يې کومه سیمه لانه ده نیولې خو بیايې هم دغلته یو ولایت د اسلامي خلافت د برخې په توګه اعلان کړی دی.

خو له ملااخترمحمد منصور سره د القاعده د مشربیعت به د طالبانو د نوي مشر دریځ چې له خپل منځني اختلافاتو او د ملاعمر د کورنۍ له مخالفت سره مخامخ دی، پیاوړی کړي.

http://www.businessinsider.com.au/taliban-leader-mullah-omars-death-is-a-gift-to-isis-2015-7

خو له منصورسره د ظواهري د بیعت اعلان د القاعده شبکې له خوا کومه نوې خبره نه ده بلکې دا اعلان د القاعده شبکې د هغې دریځ او بیعت پخلی دی چې پخواني مشراسامه بن لادن له ملاعمر سره کړی و.

کتونکي په دې باور دي چې ایمن الظواهري پرته له دې چې له نوي طالب مشرسره خپل بیعت اعلان کړي بل انتخاب نه درلود په ځانګړي ډول په داسې وخت کې داعش د القاعده د سیال په توګه څرګند شوی دی.

د داعش پلویان په دې نظردي چې له ملامنصور سره د ظواهري د بیعت اعلان په اصل کې د پاکستان له استخباراتو سره د نوموړي د بعیت په معنا ده.