د ایډز ناروغۍ ویروس په عامو افغانانو کې هم لیدل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایډز ناروغۍ یا اچ ای وي ویروس پېښې په عامو افغانانو کې هم لیدل شوې.

که څه هم داسې ویل کیږي چې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په ایډز د اخته کسانو شمېر څو چنده کم دی؛ خو د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په نشه یي موادو له روږدو کسانو سربېره د اچ ای وي ویروس په عامو افغانانو کې هم لیدل شوی.

د دې وزارت د ایډز ناروغۍ د کنترول د ملي پروګرام مسوول ډاکټر فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه د ایډز یا اچ ای وي ناروغۍ په اړه تازه ارقام نه دي خپاره شوي:

((په تېر کې موږ داسې واقعات درلودل چې ډېری په نشه یي موادو د روږدو کسانو کې و، خو له بدمرغه دغه پېښې په عامو او عادي افغانانو کې هم لیدل شوې دي، هغه فورمې چې موږ ډکې کړې یوزیات شمېر د دوی وايي چې موږ معتاد نه و، دغه ارقام ښکاره کوي، چې اچ ای وي ځینې پېښې په عامو افغانانو کې هم لیدل شوې دي.))

ښاغلي پيکان زیاتوي چې د ۲۰۱۳ میلادي کار په وروستیو کېپه اچ ای وي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۷۰۰ تنو اوښته چې زیاتره یې په کابل، هرات، ننګرهاراو بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د ډاکټر فدا محمد پیکان په خبره د دوی موندنې ښيي چې د یاد ویروس پنځه اتیا په سلو کې په نارینو او پنځلس په سلو کې په ښځو کې موجود و.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د مخدره موادو کښت، قاچاق، بیکاري، ورځ تربلې زیاتېدونکې اقتصادي ستونزې، د جګړې دوام او بهرني مهاجرتونه هغه څه دي چې په افغانستان کې د اچ ای وي ویروس یا ایډز ناروغۍ خپرېدو ته لاره هواره کړه.

د نامشروع جنسي اړیکو ترڅنګ، له یوې پيچکاري څخه د روږدو کسانو ګډه استفاده، په حمامو کې ناسم روغتیايي وضعیت او په ایډز د مبتلا کس څخه روغ کس ته د وینې ورکړه هغه څه دي چې د ایډیز ویروس په انتقال کې مهمه ونډه لري.

ډاکټران وايي اچ ای وي ویروس له عادي ټولنیزو اړیکو لکه د لاس ورکول، یوځای دغذا خوړل او له یوه تشناب څخه ګډې استفادې په وسیله له یوه انسان څخه بل ته نه انتقالیږي.

اچ ای وي ویروس هغه ناروغۍ ده چې د انسان د بدن دفاعي سیسټم په بشپړه توګه له منځه وړي او د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د انسان د بدن کمزوری کوي.

ویل کیږي هغه کسان چې په خپل بدن کې د اچ ای وي ویروس لري د ټولنې د حساسیت له امله نه غواړي چې تشخیصیه مرکزونو ته ولاړ شي، چې دا کار هېواد له ناوړه عواقبو سره مخ کولای شي.

بل خوا یوشمېر ډاکټران له عامې روغتیا وزارت او له ملا امامانو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره چټک اقدامات وکړي او په اړه دې عامه پوهاوي کچهزیاته کړي.

ډاکټر پرویز اقبال په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

((د عامې ورغتیا وزارت باید په ټولو روغتونونو کې د اچ ای وي لپاره یوه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړي، دعامه پوهاوي لپاره باید د راډیو او تلویزیونو اعلانونه جوړکړي، ملا امامان باید په خپلو وینا ګانو کې د ټولنې د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي، له دې ناروغۍ سره د سمې مقابلې لپاره باید د عامې روغتیا، حج اوقافو او اطلاعاتو وزارتونه یو ګد کمېسیون جوړه کړي، چې په دې سره به د دې ناروغۍ پېښې راکمې شي.))

د چارو کارپوهان وايي که څه هم له افغانستان سره ملیارډونه ډالره مرستې وشوې، خو اوس په یاد هېوادکې د ایډز ناروغۍ د تشخیص مرکزونه کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیاو وزارت وايي چې دا مهال د ایډز د درملنې دوه مرکزونه شته چې په دې ناروغۍ د مبتلا کسانو درملنه په کې په وړیا توګه کیږي.

راپور: رحمت الله افغان