په کندز کې سږکال د خټکيو په حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی راغلی

په کندز ولايت كې د خټكيو د مچانو ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، خو د تېركال په پرتله د خټكيو حاصلات زيات شوي دي.

د دغه ولايت كروندګر وايي چې د تېركال د سړې هوا له کبله د اوبو له زياتوالي سربېره ترځمكې لاندې د خټكيو د مچ د له منځه تللو له کبله د خټكيو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلیدی.

د کندزد كرنې او مالدارۍ رياست چارواکې هم، په دغه ولايت كې د خټكيو د حاصلاتو د ډېرښت خبرې کوي او وايي چې سږکال کروندګرو د خټكيو د مچانو د ناروغۍ په اړه کوم شکایت نه دی کړی.

د نوموړي ولایت د کرنې ریاست د زراعتي امور امر عبدالبصیرفقیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د روان كال په پيل كې كروندګرو ته يو ډول درمل وېشلي وو چې پرخټكيو يې د ګل پرمهال وپاشي:

((اوس د خټکیو حاصلات ښه دي او هغه کومه ناروغۍ او افات چې په خټکیو کې په تېروکلونو کې موجود وو، هغه له منځه تللي او بزګرانو هم تردې دمه موږته د خټکیو د مچانو په اړه کوم شکایت نه دی کړی ، سږکال د خټکیو حاصلات ډير ښه دي او په بازار کې هم د خټکیو پلور ډیر ښه ده.))

هغه زياته كړه چې تېركال د کندز ولايت په سطح په ۸۰۰ زره هکتاره ځمكه كې خټكي كرل شوې وو؛ په داسې حال كې چې سږ كال په نږدې ۱۰ زره هکتاره ځمكه كې خټکي كرل شوي دي.

د یادونې ده چې دا مهال د یو خټکې نرخ د کندزښارپه بازار کې له ۵۰ افغانیو نیولې تر ۱۲۰ افغانیو پورې دی.

په همدې حال کې د کندز بزګران هم وايي چې سږکال د دوی د خټکیو پالیزونه ښه دي او تردې دمه ورته کوم زیان نه دی رسیدلی:

((خټکي نسبتاً تېروکلونو ته ډیر ښه دي، ځمکه چې چینجي یې له منځه تللياو سږ کال د خټکیو نرخ هم ډیر ښه او دهقان کارهم ورته ډیرخوشاله دې او په بازار کې هم په ښه نرخ خټکې خرڅیږي.))

د کندز خټکي په مختلفو نومونو یادیږي لکه عسقلاني، ارکاني، زرمتي، جین تور، قندک، اندلک، اله پوچاق، برګ نۍ، شین مغزۍ او غازې خاني؛ اما زرمتي،غازي خاني او عسقلاني یې له ځانګړي خوند او شهرته برخه من دي.

کندزد افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري چې نوموړې ولایت یو حاصل خیزه ولایت دي چې په پراخه پیمانه په کې غنم، شولې،خټکي،هندوانې او همدارنګه نوري میوې هم کرل کیږي چې له همدې امله ورته د افغانستان دغله کندون هم ویل کیږي.

اجمل ارین/کندز