خوستوالو د پاکستان د وروستیو تېریو پر ضد مظاهره وکړه

د خوست لسګونو اوسیدونکو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا استازو د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو او په سویل ختیځ کې د درنو وسلو د بریدونو په اعتراض مظاهره وکړه.

مظاهره د خوست د جرګو له تالار څخه پیل او د خوست ښار د عدالت تر څلور لارې يې دوام وکړ.

د مظاهرې ګډونوالو د تېرې کوونکو پر ضد او د سولې په پلوي شعارونه ورکړل.

په عین حال کې د خوست د ولایتي شورا رییس امیرالله زړه سواند وویل چې د افغانستان خلک د دوی پر کورونو د درنو وسلو ډزې او د افغانستان په خاوره کې د دوی د تاسیساتو د جوړولو زغم نه لري او پر وړاندې به یې ودریږي.

لاریون کوونکو همداراز ګواښ وکړ چې د توغندیزو بریدونو تر پای ته رسیدو او د تاسیساتو تر بندولو به خپلو حرکتونو ته دوام ورکړي.

دا مظاهره په داسې حال کې کیږي چې ویل کیږي پاکستاني پوځیان د پکتیکا د برمل په انګور اډه کې د افغانستان په خاوره کې د تاسیساتو پر جوړولو لګیا دي.