هند د افغانستان د ملي بس له تصدۍ سره مرسته کوي

د ټرانسپورت وزارت چارواکي وایي؛ هند غواړي د افغانستان د ملي بس له تصدۍ سره مرسته وکړي.

ویل شوي چې دغه مرستې به د هند له خوا د ملي بسونو لپاره د نویو او معیاري ورکشاپونو د جوړولو د کدرونو د روزلو او معیاري پارکنګونو د جوړولو په برخه کې وي.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله کوانج د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل؛ په دې هدف له هند څخه راغلي پلاوي خپلې څیړنې د افغانستان د ټرانسپورت او تخنیکي برخو له کارکونکو سره یوځای پيل کړي دي.

ښاغلی کوانج وایي، دغه سروې په دې هدف ترسره کیږي چې هند غواړي په نږدې راتلوونکې کې افغانستان ته زر عرادې ملي بسونه ورکړي.

نوموړی وایي، د ملي بسونو لپاره د نویو تمځایونو د جوړولو په هدف یې له کابل ښاروالۍ سره په ګډه کار پيل کړی او شپيته فیصده کار یې مخ ته تللی دی