"افغان او پاکستاني خبریالان باید د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي"

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي چې، افغان او پاکستاني خبریالان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د یوه باوري فضا د رامنځته کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې اوس مهال په افغانستان او پاکستان کې رسنۍ د خپلو فعالیتونو پر وړاندې له ځینو جدي ستونزو سره مخامخ دي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وایي چې افغان او پاکستاني خبریالان کولای شي د داوړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په هواري او د ښه نیت په رامنځته کولو کې مهم رول تر سره کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال سید کمال سادات د جمعې په ورځ په کابل کې د افغان او پاکستانیو ښځینه خبریالانو ترمنځ د راشي درشې په نوم کنفرانس ته د وینا پرمهال د دواړو هېوادونو له ژورنالستاو څخه وغوښتل چې داسې څه خپاره کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکئ نورې هم سمې کړي.

ښاغلي سادات زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان رسنۍ باید د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړي کړي.

((د دواړو هېوادونو له ژورنالیستانو څخه مو دا غوښتنه ده چې داسې څه خپاره کړي او ولیکي چې هغه د دواړو هیوادونو اړیکي جوړي کړي.))

د افغان او پاکستانیو ښځینه ژورنالستانو د راشي درشي دا درېیم ګډ کنفرانس په افغانستان کې د ایکول اکسس موسسي له خوا رابلل شوی چې هدف د دواړو هېوادونو د رسنیو له لارې د ښه نیت، سوله ییز ژوند ګډ ژوند ته زمینه برابرول وو.

له پاکستان څخه د راغلو ښځینه خبریالانو له ډلې فرزانه عالي وايي؛ ورته غونډې د دواړو هېوادونو پر مناسباتو مثبت تاثیر کوي.

مېرمن عالي زیاته کړه چې دا مهال د دواړو هېوادونه مشران هم هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سمې شي؛ خو رسنۍ کولای شي چې دې هڅو ته نور هم پرمختګ ورکړي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې د تروریزم په خلاف روانه مبارزه او په دواړو هېوادونو کې د طالبانو په خلاف روان جنګونه د دې سبب شوي چې هر کال یو شمېر خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو په مهال له منځه ولاړ شي.

تر دې مخکې هم د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ ورته غونډې په کابل او پاکستان کې جوړې شوې وې چې په کې له دواړو خواو څخه په لسګونو خبریالانو ګډون کړی و.

کتونکي تر ډېره په دې باور دي چې دا غونډې کولی شي؛ ځینو هغو مسلکي ستونزو ته هم د پای ټکی کیږدي چې اوس مهال د دواړو هېوادونو رسنۍ ورسره لاس او ګریوان دي.