د دفاع وزارت یو پلاوي د سرحدي ستونزو د حل لپاره پاکستان ته ولاړ

د افغانستان د دفاع وزارت یو پلاوي د سرحدي ستونزو د حل لپاره پاکستان ته ولاړ.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري پرون [سه شنبه] وویل چې پاکستان ته د تلي پلاوي مشري د دې وزارت د عملیاتو [اوپراسیون] مرستیال کوي او د ملي امنیت شورا غړي هم په کې دي. دولت وزیري زیاته کړه:

((پرکونړد راکټي حملو څيړنه به وکړي. د کرښې دواړو خواو ته د عملیاتو د هماهنګۍ په اړه به هم خبرې وشي.))

دا نه ده څرګنده چې دا پلاوی د څو ورځو لپاره پاکستان ته تللی او په ځانګړي ډول له کومو چارواکو سره ګوري.