د سلما بند به ۱۱ میاشتې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي؛ د سلما بند به چې اوس یې د اوبو د زیرمه کولو چارې پیل شوې؛ یوولس میاشتې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې د سلما بند به د فعالیت د پيل په صورت کې د ۸۰ زره هکتاره مځکې د خړوبولو ترڅنګ ۴۲ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د سلما بند د اوبو زېرمه کولو چارې د یکشبنې په ورځ پیل شوې او په یوولسو میاشتو کې به د بند کاسه له اوبو څخه ډکه او کار به پیل کړي:

((د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نن په رسمي توګه د هرات د سلما بند د اوبو د زېرمه کولو د پیل رسمي اعلان کوي؛ تېره ورځ د سلما بند د اوبو له اصلي زیرمې څخه د اوبو د زیرمه کولو چارې؛ د دې بند د دروازې په تړلو سره پیل شوې؛ په دې سره به ۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او ۴۲ میګاواټه برېښنا به تولیدکړي.))

د سلما بند د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې په هریرود سیند باندې رغول شوی چې په لومړي ځل یې چارې په ۱۹۷۶ میلادي کال کې پیل شوي؛ خو د جنګونو له امله د دې بند چارې بشپړې نه شوې.

د سلما بند د پروژې چارې دوهم ځل په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د هند په مرسته بیا پيل او د تېرې یکشنبې په ورځ د ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د افغان او هندي انجینرانو له خوا بشپړې شوې.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې د سلما بند کاسه شل کیلومتره اوږدولی او اوه کلیومتره پلنوالي لري او یاد بند د ۶۴۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمې ظرفیت لري.

د ولسي جرګې ځینې غړي د دې بند د چارو له بشپړېدو هرکلي کوي او ټینګار کوي چې حکومت دې هغه بندونه چې چارې یې د ځینو ستونزو له امله په ټپه درېدلې له سر پیل او په مناسب وخت کې دې بشپړې کړي.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي چې په حکومت ته په کار دی چې د پنجشیر، کونړ، پکتیا او دې ته په ورتو سیندونو باندې بندونه جوړ کړي.

((دا په افغانستان کې له سترو بنسټیزو پروژو څخه وه؛ موږ له دولت څخه هیله لرو چې د افغانستان په بېلا بېلوسیمو کې داسې بنسټیزې پروژې پلی کړي؛ حکومت دې د پکتیا د مچلغو بند ورغوي، په کونړ، پنجشیر سیند باندې بندونه جوړ کړي؛ دا کار په اقتصاد مثبت تاثیر کوي.))

د سلما بند د اوبو زېرمه کولو چارې په داسې حال کې پیل کیږي چې یوشمېر ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران تل هڅې کولې چې د دې بند چارې ټکنۍ کړي.

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د هغو سترو او بنسټیزو پروژو امنیت ته دې ځانګړی پام وکړي چې ځینې کړۍ یې پر وړاندې خنډونه جوړه وي.

راپور: رحمت الله افغان