د ملت د بابا "ظاهر شاه" د مړینې اتم تلین ولمانځل شو

افغان چارواکو د ملت د بابا او افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرد مړینې اتم تلین ولمانځه.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله د ملت بابا د هېواد د معاصرتاریخ ستر شخصیت اود د موکراسئ ملاتړی وباله.

د ملت د بابا او د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د اتم تلین د نمانځلو په مراسمو کې افغان چارواکو، هغه په هېواد کې د سولې، ثبات او دموکراسئ ملاتړی وباله.

افغان چارواکو د اسد د میاشتې لومړۍ ورځ د ملت د بابا محمد ظاهرشاه د اتم تلین په توګه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځله.

چارواکي په دې ورځ د کابل ښار د مرنجان غونډۍ ته پورته شول او د هغه پر قبر یې د ګلو ګیډۍ کېښودې.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله چې په دې مراسموکې يې ګډون کړی و، د ملت بابا محمدظاهرشاه یې د هېواد د معاصر تاریخ د یو ستر شخصیت په توګه یاد کړ او ويي ویل چې پخواني پاچا تل د سولې او د موکراسئ ملاتړ کړی دی:

((محمد ظاهرشاه د هېواد د معاصر تاریخ یو ستر شخصیت و، څلویښت کاله یې خدمت وکړ، له هغې وروسته یې هم د هېواد په چارو کې مثبت رول لوبولی او د جهاد، سولې او دموکراسې ملاتړ یې کړی دی.))

په دې مراسموکې د دفاع وزارت چارواکو، د جمهوري ریاست سلا کارانو، یو شمېر ملي او جهادي مشرانو، د هغه د کورنۍ ځینو غړیو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.

جمهوري ریاست د یوې اعلامیه په ترڅ کې، د ملت د بابا محمد ظاهرشاه د مړینې له امله تسلیت ویلې او د سولې او ثبات لپاره یې د هغه هلې ځلې ستایلې دي.

محمد ظاهرد ملت بابا په یو زرو، نهه سوه، درې دیرشم میلادي کال کې، د خپل پلارله مړینې وروسته‎، د افغانستان پاچا شو او تر یو زرو، درې سوه دوه پنځوسم لمریزکاله پورې، د هېواد واکمن و.

دی له څلویښت کالو پاچاهی وروسته، د ژوند ډیره برخه په بهر او په تیره په ایټالیا کې تیره کړه.

پخوانی پاچا د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته، په دوه زره دویم میلادي کال کې هېواد ته راستون شو او د جمهور ريیس حامد کرزي له خوا ورته، د ملت د بابا لقب ورکړل شو.

د محمد ظاهر شاه لمسي مصطفی ظاهر، په جوړو شویو مراسمو کې وویل، نیکه یې د ژوند په وروستیو کې هم، سولې او ثبات ته هڅې جاري ساتلې وې:

((وروسته له هغې چې د افغانستان وضعیت ګډوډ شو، هغه به بیا هم هڅې کولې چې په هېواد کې سوله، ثبات، ورورګلوي او ټولنیزعدالت ټینګ شي.))

د افغانستان عام خلک د هېواد اوسنېو ناامنیو ته په کتو سره، د محمد ظاهر شاه واکمني د سولې او سوکالۍ دوره ګڼي.

بل خوا ځیني خلک وايي، سره له دې چې پخواني پاچا ته د کار او د هېواد د پرمختګ ډیرې زمینې برابرې وې، خو هغه ترې لازمه ګټه پورته نه شوه کړای.

پخوانی پاچا محمد ظاهر د یو زرو درې سوه اوه اتیایم لمریزکال د اسد په لومړۍ نیټه، د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ او د کابل ښار د مرنجان پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شو.

دا ورځ هرکال د حکومتي چارواکو، د ده د کورنۍ د غړو او عامو خلکو له خوا، په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي.

راپور: خان محمد سیند