مایار: د کانګو ناورغۍ ۳۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د روان کال له پیل یې د کانګو ناورغۍ ۳۵ مشکوکې پیښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت وياند وحيدالله مايار نن ازادي راډیوته وویل چې تر اوسه په هرات، ننګرهار او کابل کې لس د کانګو مثبتې پیښې ثبت کړي چې اته کسان د همدې ناورغۍ له امله وژل شویي دي.

د دغه ناروغۍ ویروس له حشراتو او حيواناتو انسانانو ته انتقالیږي.

مایار وايي چې تیرکال هم د کانګو ناروغۍ له امله درې کسه وژل شوي وو.

د دې ناروغۍ نښې د سر درد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دي.

ښاغلي مایارله ټولو افغانانو غوښتي چې د کانګو ناورغۍ د علایمو د لیدلو په صورت کې هرڅومره ژر چې ممکن وي روغتون ته مراجعه وکړي.