یمن: په هوايي حملو کې لسګونه کسان ووژل شو

په یمن کې پرون په هوايي حملو کې لسګونه کسان ووژل شو او په دې توګه د بشري مرستو د رسولو په خاطر د حوثي یاغیانو او په سعودي کې د تبعیدي حکومت ترمنځ په جګړه کې د اوربند هڅې له خطرسره مخامخ شوې.

د حوثي یاغیانو اړوند دولتي خبري اژانس سبا راپور ورکړی چې په څو پېښو کې لږترلږه سل کسان وژل شوي دي.

په دې ډله کې هغه څلورپنځوس کسان هم دي چې د پلازمېنې صنعا په شمال کې په امران ولایت کې د حملو په یوه لړۍ کې ووژل شول.

په یوه پېښه کې له څلوېښتو زیات کسان د عیال یزید ولسوالۍ د کوز جوب سیمې پر یوه مارکېټ په حمله کې ووژل شول.

سبا خبري اژانس وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف الوتکو همداراز د یمن د جنوبي ښار الفیوش د څارویو د خرڅلاو په یوه بازار کې له څلوېښتو زیات کسان په بمبارۍ کې ووژل.

همدا راز د سیمې اوسېدونکي وايي، د عدن او لهاج ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د حوثي وسله والو پر یوه پوسته په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي چې د عیني شاهدانو په وینا لس په کې حوثي وسله وال وو.