اشرف غني: د تدارکاتي چارو د اصلاحاتو لپاره دې پلان برابر شي

ولسمشراشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د تدارکاتي چارو د اصلاحاتو لپاره خپل پلان برابر کړي.

ښاغلي غني په ارګ کې د ملي تدارکاتو د کمیسیون په پرونۍ غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه په دې اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل، د تېرو تدارکاتو پروسه دې له څېړنې وروسته په واضح ډول تصفیه شي او هغه کسان دې په نښه شي چې په دې بهیرکې یې غیر قانوني اقدامات کړي دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفترپه یوه بیان کې وايي، کمیسیون پرېکړه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت دې د قراردادونو لپاره یوه شپږمیاشتني طرح جوړه او بیا داوطلبۍ ته د هغو د وړاندې کولو پروسه دې پیل کړي.

د ملي تدارکاتو د کمیسیون په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت استازي وویل چې د تدارکاتو د پروسې د اصلاح په مقصد ګڼ شمېر کارپوهان د دې وزارت ولایتي څانګو ته استول شوي دي.

په غونډه کې همدا رازد ملي دفاع وزارت د یوه قرارداد په ګډون د دوه نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ قراردادونه تایید شول.