حسینیان: که د لوړو زده کړو خصوصي موسسې معیاري نه شي وبه وتړل شي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د ټولو تحصیلي اداررو تعلیمي نصاب به یوشان کړي او د غیر معیاري تحصیلي موسسو ملاتړ به ونه کړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکوي؛ که د لوړو زده کړو خصوصي موسسات معیاري نه شي او دولتي نصاب تطبیق نه کړي؛ د دې وزارت له خوا به وتړل شي.
د دې وزارت سلاکار عبدالرحیم حسینیان سره له دې چې د یو شمېر خصوصي تحصیلي ادارو کارونه ستایي؛ خو وایي چې د دې وخت رارسیدلی چې دا پوهنتونونه دولتي نصاب سره برابر او نړېوالو معیارونو په اساس کار وکړي.
نوموړي دا خبرې د غرجستان په نوم د یوه خصوصي پوهنتون د شپږ کلن فعالیت په نمانځغونډه کې وکړې:
((د لوړو زده کړو د پرمختګ، انکشاف، د یو ډول او معیاري تحصیلي نصاب په لوري له حرکت سره زموږ هڅې د لوړو زده کړو د معیارې کېدو لپاره روانې دي.))
اوس مهال یو شمېر محصلین دا شکایت کوي چې خصوصي پوهنتونونه ډېره پاملرنه د پیسو ټولولو ته لري او د درس د کیفیت د لوړولو په هدف هیڅ کوم ګام نه پورته کوي.
له بلې خوا د افغان حکومت د کابینې پخوانی غړی انورالحق احدي هم د لوړو زده کړو وزارت په ضعیف مدیریت انتقاد کوي.
نوموړي چې په دې غونډه کې حاضر و؛ له حکومته غوښتنه وکړه چې د لوړو زده کړو موسسې دې د نړېوالو معیارونو په اساس برابرې کړي.
ښاغلی احدي وویل چې د خصوصي پوهنتونونو معیار یوازې باید د فراغت سند نه وي؛ بلکې د زده کوونکي برخه لیک ته هم کار وکړي:
((موږ یوازې په دې بسنه ونه کړو چې یو شخص د لوړو زده کړو له یوې موسسې تحصیلي سند لري؛ خصوصي پوهنتونونه نه باید یوازې تجارتي بڼه ولري.))
تر دې وړاندې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې باید د درسي کیفیت ښه والي ته توجه وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوس وخت د لوړو زده کړو شپږدېرش دولتي او یوسل او درې خصوصي موسسې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي.
یو شمېر محصلین بیا د درسي کیفیت په اړه د ستونزې ترڅنګ په اکثرو موسسو کې لوړ فیس هم یوه مهمه مساله بولي چې په وینا یې باید د کمېدو لپاره جدي هڅه وشي.
راپور: ناجیه ساپۍ