م.م: ایران په ۲۰۱۳ کال د اټمي موقتي موافقې پر اساس عمل کړی

د ملګروملتونو یو رپوټ وایي چې ایران په ۲۰۱۳ کال د اټمي موقتي موافقې پر اساس عمل کړی او په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو زیرمې یې کمې کړي دي.

د نړېوالو اټمي انرژۍ ادارې په خپل میاشتني محرم رپوټ کې چې پرون یې خپور کړی ویلي چې د ایران د په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو زیرمې د موقتي موافقې له تعین شوي حده ټیټه یانې ۷،۶ ټنه دي.

دا له هغې اندازې څو ټنه کم مواد دي چې د اټوم بم د جوړولو لپاره ورته اړتیا ده.

امریکایي چارواکو د دغه رپوټ هرکلی او هغه یې د دې نښه بللې چې ایران پر لومړني موافقې عمل کړی دی.

د دایمي موافقې لپاره هم په ویانا کې خبرې روانې دي.