د روژې د مبارکې میاشتې له پیلېدو سره ورزشي فعالیتونه کم شوي

د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدو سره ورزشي فعالیتونه کم شوي دي.

دوه تنه لوبغاړي شاکر او رزاق وايي چې د ورځې په جریان کې پرته د اوبو له څښاکه ورزش نه کیږي او له روژه ماتې څخه وروسته هم لوبغاړي کم تمرینکوي.

په عین حال کې د کابل د بدني ښکلاد کلپ روزونکی نسیم رسولي ازادي راډیوته وویل چې په ډیرو کلپونو کې په روژه کې هم لوبې رواني دي.

خو نوموړی وايي چې د لوبغاړو حضور د نورو میاشتو په پرتله په روژې میاشت کې کم شوي دي.